د مرحوم سلیمان لایق شعر

comments 0

1 Views

یه خلکو خلکو، د وطن خلکو!
یه وږیو تږیو، د غرو وګړو!
ازادي څه ده؟ خپلواکي څه ده؟
یه درنه جار شم، لوڅو لغړو!
**
که وطن لوڅ وي، که وطن وران وي
سمسوري څه ده، ابادي څه ده؟
که لوټول وي، که ډوبول وي
خپلواکي څه ده، ازادي څه ده؟
**
بې روحه خاوره ازاده نه ده
بې پوهې خلک واړه بندیان دي
دا پښې لوڅي، دا په نس وږي
واړه مریان دي، ټول غلامان دي
**
که ازادي ده، که خپلواکي ده
د څو سړو ده، د ټولو نه ده
که واکداري ده، که کامراني ده
د یوې ماڼۍ ده د شپولو نه ده
**
ازاد هغه وي چې په تن پټ وي
ازاد هغه وي چې په نس موړ وي
ازاد هغه وي چې واک یې خپل وي
ازاد هغه وي چې ځان یې جوړ وي
**
ازاد هغه وي چې کور یې خپل وي
په جهان ښوري او نړۍ ویني
ازاد هغه وي چې په هر ګام کې
هم تلک ویني، هم کړۍ ویني
**
یه وږیو تږیو، یه غلامانو
لږ رابېدار شئ درنه قربان شم
یه درواري شم راګړندي شئ
نه چې بوډا شم، نه چې ستومان شم
**
راځئ چې یو شو، راځئ چې یو شو
په ګډه مات کړو دا زنځیرونه
راځئ چې پرې کړو، راځئ چې وران کړو
مرغلین پړي، تور زندانونه
**
له غرو رغونو، له دریابونو
له سپېرو دښتو، له تورو خونو
سره راټول شئ، سره قوت شئ
یه سېلاوونږ، یه توپانونو
**
اوس د بادونو مستو څپو کې
ما ته رارسي ستاسې غږونه
د لمر په وړانګو جهام ته لېږم
ستاسې له قهره ډک فریادونه
**
یه لوی ولسه ته په ځان پوه یې
ته ستر قوت یې ته لوی ملت یې
هم ازادي یې هم نېکمرغي یې
هم عدالت یې هم کرامت یې
**
د تاریخ کرښې د زمان پاڼې
په تا ډکېږي په تا غږېږي
دا کږې لارې دا لویې کندې
په تا سیخېږي په تا سمېږي
**
که څوک قوي دی خو تا قوي کړ
که څوک کمزور دی د تا کمزور دی
له تا بل شوی، له تا جګ شوی
که چېرې اور دی که چېرې شور دی

– سلیمان لایق، ۱۳۴۲ل
هندوکش

Share this page to Telegram

Comments