د مدیتراني په بحیرې کې د مسافرینو یوه بیړۍ دوبه شوې ده

comments 0

5 Views

هندوکش – تونس: د تونس سمندري پولیس وایي چې، تونس ته نږدې د مدیترانې بحیرې په اوبو کې د یوې بېړۍ د ډوبېدو په پېښه کې چې مهاجر په کې سپاره وو ٥٠ تنه مړه شوي او ۱۶ نور ژغورل شوي دي.
د تونس هېواد رسنیو د وژل شویو کسانو شمیر ٧٠ تنه ښودلی دی. تر اوسه د قربانیانو هویت نه دی په ډاگه شوی.
د افغانستان په گډون د منځني ختیځ او نورو اسیایي او افریقایي هېوادونو مهاجرین هڅه کوي د کوچنیو او بیکاره بېړیو په واسطه د مدیترانې بحیرې له لارې ځانونه لویدیځې اروپا ته ورسوي، خو ډیر ځله داسې شوي چې دا ډول بېړۍ ساحل ته ونه رسیږي او زیات شمیر مهاجر هدف ته له رسېدو مخکې خپل ژوند بایلي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments