د مدرسې پر طالبانو د یو طالب قومندان جنسي تیری / عبدالمنان توحید یار

comments 0

0 Views

له تېرو څو ورځو راهیسې ټولنیزو رسنیو کې یو خبر ښکته پورته کیده چې تخار ولایت په یوه مدرسه کې چې زیات شمېر ماشومان پکې دیني زده کړې کوي، د یو طالب قومندان له لوري پکې په ۲۱ ماشومان جنسي تیری شوی دی.
لواطت او پر هلکانو تیری د طالبانو د ریژیم له وخت څخه عام دی، طالبانو حکومت کې چې نور خلک به یې په ږیره خریلو او موسیقۍ باندې په دورو وهل، خپله به یې په مرکزونو کې هلکان ساتلي و، تر نڅا وروسته به یې شپه ورسره تیروله.
طالبانو ته دا عیب او ګنا نه ښکاري او همدا اوس یې د جګړې په لیکو کې زرګونه بې ږیرې کم عمره هلکان شته چې جنسي غریضې پرې سړوي.
د تخار د اشکمش ولسوالۍ اړوند یوې مدرسه کې د طالبانو ځايي قومندان سید عبدالکریم چې له یو چا سره میلمستیا ته تللی و، له میلمستیا له راوتلو وروسته مدرسې ته ځي ، د جنسي تقویت ګولۍ خوري او په یوه شپه په نوبت بوبت ۲۱ ماشومانو باندې جنسې تیری کوي.
جنسي تیري کوونکو له ډلې چې د یو ماشوم وضعیت خراب شوی او روغتون ته انتقال شوی کیسه کړې چې هره شپه په دې مدرسه کې یوې مخصوصې کوټي ته ښایسته هلکان وړل کیږي او جنسي تیری ورباندې کیږي.
مدرسه کې د جنسې تیري موضوع له وخته عادي ده او د دې مدرسې مشر به خپل نور ملګري چې په لواطت روږدي دي، هغوی ته بلنه ورکوله او د مدرسې شاګردان به یې د لواطت لپاره ورته برابرول.
داسې نه وه چې ګنې دا هر څه په رضا و، د زور په واسطه به ماشومان اړ کیدل چې د طالبانو قومندانانو سره لواطت وکړي او کله کله خو به یې ورته ویل چې دې ګنا نشته ، ځکه طالبان جهاد! کوي او له کورونو لیرې دي.
ځینې کورنۍ چې مدرسه کې پر ماشومانو د جنسي تیری له موضوع خبر شوي، غوښتل یې چې خپل اولادونه له مدرسې وباسي، خو طالبانو خبرداری ورکړی چې په مدرسه د لواطت تور دروغ دی او اجازه نه ورکوي چې خپل اولادونه له مدرسې څخه وباسي.
طالبانو د شاګردانو کورنیو ته خبرداری ورکړی، که دې بدنامۍ وروسته خپل اولادونه له مدرسې وباسي، په ټولو مدرسو به خلک بې باوره شي او بیا به هیڅوک اولادونه مدرسو ته نه لیږي.
تر ټول بوګنوونکي یې دا چې مدسره کې پر هغو طالبانو جنسي تیری شوی چې عمرونه یې له پنځلس کلونو کم دي او د ډیرو وضعیت خراب شوی دی، خو دا چې طالبانو ورته د مرګ ګواښ کړی حاضر نه دي چې رسنیو سره خبرې وکړی.
طالبان د خپل شهوت سړولو لپاره هر کار کوي او د اسلام کیسه کې نه دي، دا لومړی ځل نه دی چې طالبان یوې مدرسه کې پر ماشومان جنسي تیری کوي، تر دې وړاندې څو ځل راپورونه خپاره شوي چې طالبان تر خپل واک لاندې سیمو کې مدرسو ته ځي او د مدرسو استادان ورته کم عمره شاګردان راوړي چې لواطت ورسره وکړي.
د هلکانو تر څنګ ځینو مدرسو کې پر نجونو د جنسي تیري راپورونه خپاره شوي او دا لړۍ دوام لري.

Share this page to Telegram

Comments