د محرم ورځې او د خلکو همکاري / بریالی ویاړ

comments 0

1 Views

د محرم بختورې ورځې دي او په دې ورځو کې عبادات او ځانګړی اجز او ثواب لري، په دې ورځو کې زموږ شیعه ورونه ځانګړي مراسم لري او دا مراسم ورته له پيړیو راهیسې پاتې دي.
دا چې دې ځانګړي ورځ باندې شیعه مسلمانان ځانګړي مراسم لري، د افغانانو او اسلام دښمان هڅه کوي چې په دې ورځ خلک ووژني، ویره خپره کړي او خلک په ارام زړه باندې د مراسمو لمانځنې ته پرنیږدي.
افغانستان کې له تیرو څو کلونو راهیسې د محرم مبارکو ورځو کې پر عبادت ځایونو بریدونه کړي او مرګ ژوبله یې اړولې ده.
خو له تیرو دوه کلونو راهیسې په دې برخه کې له افغان ځواکونو سره خلکو همکاري ددې لامل شوې چې د دښمن ټولې هڅې شنډې شي.
افغانستان او په ځانګړي ډول کابل کې دا مراسم په ډير جوش او پراخ ترسره کیږی، له همدې کبله د دښمن تمرکز هم پر کابل وي چې بریدونه وکړي او دا مراسم ګډوډ کړي.
څو کله وړاندې دې مراسمو ته د دښمن لاس رسیدلی و او مرګ ژوبله یې اړولې وه، خو اوس د دې مراسمو ترسره کیدو لپاره ځانګړی پلان رامنځ ته کیږي او هر کال پرته له کومې پېښې سر ته رسیږي.
افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له نامرده دښمن سره مخ دي چې ان د خدای کور ترې هم امن نه دی.
افغان ځواکونو تر دې وړاندې هم شپه او ورځ بیداره تیره کړې چې خلک یې امن او خوندي و اوسي، خو نامرده دښمن د انسان او عام وګړی په جامه کې ځان تر هدف رسوي او ډله ییزه وژنه کوي.
اوس چې له تیرو کلونو راهیسې دې برخه کې د خلکو همکاري پراخه او هر اړخیزه شوې، هیڅ ډول پېښه نه ده شوې.
هرکال د دې مراسمو پر مهال او له مراسمو وړاندې ورانکاري او ترهګرې ډلې نیول کیږي چې غواړي دا مراسم ګډوډ کړي.
د خلکو همکاري هره برخه کې اړینه ده، کله چې همکاري وي، هیڅ دښمن نه شي توانیدلی، تر هدف ورسیږي او د خلکو مراسم په وینو رنګ کړي.
افغان ځواکونو ستاسو دي او تاسو د افغان ځواکونو لپاره، دا ځواکونه د خلکو پراخه همکارۍ ته ضرورت لري او څومره چې دا همکاري پراخیږي، هومره وضعیت ورسره ښه کیږي.
د محرم ورځو یا مراسمو د امنیت ساتلو لپاره امنیت شورا او ارګ کې ځانګړي غونډې شوي او په دې تړاو ځانګړی پلان جوړ شوی چې څنګه کیدلی شي امنیت خوندي وساتل شي او خلک هیڅ ډول زیان و نه ګوري.
په خپلو ځواکونو باور ولرئ، همکاري ورسره وکړئ، هیڅ دښمن تر افغان ځواکونو زړه ور او پیاوړی نه دی.

Share this page to Telegram

Comments