د مجرمینو لیست خپور شو

comments 0

2 Views

هندوکش – کابل: پولیسو د مجرمینو له هغه لېسته چې تیره ورځ یې خپور کړ، ۸ کسان نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویلي، ډېر ژر به د لویو مجرمینو نیول هم پیل شي.
کورنیو چارو وزارت ويلي، که د خلکو مالومات د دوی د نیول کېدو لامل شي نو مادي او معنوي امتیازونه به ورکړي.
له دې سره د کورنیو چارو وزارت ويلي، ډېر ژر به د هغو مافیا او نیمه دولتي او سیاسي زورواکو لیست هم خپور کړي، چې له دولتي امکاناتو ګټه اخلي او عامه نظم ګډوډوي.
که زور واکي او پخواني چارواکي دولتي امکانات تسلیم نه کړي، بهرني سفرونه پرې بندیږي او بانکي اکاونټونه به یې هم بند شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments