د مایک پمپیو څرګندونې؛ د افغان حکومت د مرکچي پلاوي په اړه د طالبانو او امریکا تازه اختلاف

comments 0

2 Views

هندوکش ــ کابل: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپيو، له طالبانو سره د مرکچي پلاوي د چمتو کولو له امله د افغان حکومت د اقداماتو کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر ولسمشر غني او ښاغلي عبدالله دا غږ هم کړی، چې د ټولګډوني حکومت د جوړولو هڅو ته هم ژمنتیا وښيي.
ښاغلي پومپيو دا څرګندونې له هغه څو ساعته وروسته کړې، چې طالبانو د حکومت له خوا اعلان شوی مرکچي پلاوی رد کړ او لامل یې وښود چې په وینا یې دغه مرکچي ډله د ټولو خواوو استازيتوب نه شي کولی. وړاندې د ښاغلي عبدالله ویاند هم د ارګ له خوا پر اعلان شوي پلاوي نیوکې کړې وې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له تازه څرګندونو مخکې د افغان سولې لپاره امریکايي استازي زلمي خلیلزاد هم د حکومت لخوا د مرکچي پلاوي د اعلانولو هرکلی کړی و. خو د مایک پومپيو غبرګون په داسې وخت کې راغی، چې څو ساعته مخکې طالبانو د ارګ لخوا اعلان شوي پلاوي سره مخالفت وښود. د دې ډلې ویاند رسنیو ته په استولې ویناپاڼه کې ویلي چې حکومت په افغان کړکېچ کې یوازې یو لوری دی او په وینا یې په مرکچي پلاوي کې باید د نورو ښکېلو خواوو استازو ته هم ځای ورکړ شي.
خو د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت ټینګار کړی، چې دغه مرکچي پلاوی یې له هر اړخیزو مشورو وروسته ټاکلی دی. د دغه وزارت ویاندې پر ټوېټر لیکلي، چې له طالبانو سره د خبرو اترو یوازنی لوری د افغانستان دولت دی او په وینا یې له همدې امله دولت د مرکچي پلاوي د ټاکنې واک لري. هغې دغه راز پر طالبانو غږ کړی، چې د خبرو اترو د مقابل لوري په دنننیو چارو کې دې لاسوهنه نه کوي.
د افغان حکومت لخوا اعلان شوي پلاوي کې یویشت کسان دي، چې مشري یې د څارګرې ادارې، ملي امنیت، مخکنی مشر معصوم ستانکزی کوي.
په دغه پلاوي کې پینځه مېرمنې هم دي. همداراز د یو شمېر سیاسي مشرانو زامن هم پکې ځای شوي دي، لکه د عبدالرشيد دوستم زوی باتور دوستم، د بلخ د پخواني والي عطامحمد نور زوی خالد نور، د مطلب بېک زوی متين بېک او د ملا نقيب الله زوی کليم الله نقيبي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments