د ماليې نه ورکوونکو خلکو پرضد اقدام

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې هغه هټۍ،پلازې،سرایونه او جایدادونه وتړل شول،چې مالیه یې نده تحویل کړې .
د ننګرهار مستوفیت سرپرس جهانزیب شریفي وایي،د یو ځآنګړي کمپاین په ترڅ کې چې د مستوفیت ادارې یو شمیر لویو مدیرانو،د اوو حوزو مالیاتي او امنیتي مسؤلینو یې ملتیا کوله،په جلال اباد ښار کې هغه هټۍ، پلازې،سرایونه او جایدادونه وتړل،چې تردا مهاله یې مالیه نده تحویل کړې .
نوموړي زیاته کړه، د مالیې را ټولو په موخه به یې یاد کمپاین جریان ولري او هغه برخې چې د دوی له لورې تړل شوي وي،پخپل سرې ډول د خلاصون په ترڅ کې به یې مسؤلین عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژني .
یاد کمپاین په داسې حال کې پیل کیږي،چې د دیارلس سوه اووه نویم مالي کال بشپړیدو ته یواخې دولس ورځې پاتي دي .
سپوږمی پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments