د ماشوم د ژړه لاملونه

comments 0

0 Views

ځينې ماشومان ارام او ځينې يې ډېر ژړاند وي .ژړا د ماشومانو ژبه ده؛ دوى د ژړا په واسطه خپله لوږه، تنده، درد، رنځ، وېره او نور احساسات بيانوي.
مېندو ته په اول سر كې مشكله وي، چې د ماشوم د ژړا علت ومومي، البته د وخت په تېرېدو سره مور د ماشوم د ژړا له ډوله د هغه په مطلب پوهېداى شي.
ماشوم چې كم غټ شي، د لوږې لپاره يو رقم ژاړي؛ چې ټوكر يې لوند وي بل ډول او كه د نس درد وي بيا په بله بڼه ژاړي، نو كه مور ورته ځيره شي، پرې پوه به شي چې، څه شی غواړي.
كه د ماشوم د ژړا پر علت پوه نه شوئ؛ نو دغه لېست به يې په موندلو كې درسره مرسته وكړي.
لوږه
لوندوالی
خوب
غواړي چې په غېږ كې يې ونيسئ
د معدې تكليف به لري
ټېغ به يې بند وي
ډېره يخني يا زياته ګرمي به وي
د بدن يو ځاى به يې په تكليف وي
غاښونه به يې راوځي
بهرني تحريكونه به زيات وي
بهرني تحريكونه به لږ وي
ماشوم به ناروغ وي

Share this page to Telegram

Comments