د ماربلو جوپه ازربایجان ته رسیدلې

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د افغانستان تولیدات چې په زیاته کچه ماربل هم پکې شامل دي، ازربایجان ته ورسیدله.
د سوداګرۍ سرپرست وزیر اجمل احمدي وایي، د دې جوپې صادراتو کې ۱۱۵ متریک ټنه ماربل دي چې د ترکمنستان له لارې ازربایجان ته رسیدلي دي.
احمدي ډاډه دی چې دا لار به د افغان صادراتو او تولیداتو لپاره ازربایجان کې ښه مارکیټ پیدا کړي.
له دې سره یو ځای سوداګرۍ وزارت وایي، کار کوي چې ازربایجان ته ترکارۍ او میوې هم صادر کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments