د لیمبو ګټې

comments 0

0 Views

الله جل جلاله چې د ځمکې پر سر هر نبات زرغون کړي بې ګټې نه ده، هر نبات ته جلا خاصیت او انسانانو او نورو ژوو ته یي د ګټې رسولو زریعه ګرځولې، نن د لیمبو څو طبي ګټې درپه ګوته کوو
لومړۍګټه، ليمبو د روماتيزم او د بندونو د پاړسوب په درملنه کې مرسته کوي.
دوهم، د ليمبو اوبه د سر پخه ورکوي او ویښتانو ته ځلا ورکوي.
دریم، لیمبو د وینې د پرنډ کیدو خاصیت لري، کله مو چې پوزه وینې شوه يو ټوټه باندې لیمو اوبه واچوئ او پوزه کې دننه کیږدئ نو وینه زر بندوي.
څلورم، لیمبو اوبه زکام په ښه کولو کې مرسته کوي.
پنځم، لیمو اوبه د غاښونو روغتیا لپاره ډیرې ګټوري دي، کله چې غاښونه برس کوي نو د لیمو اوبه ورسره ګډوي دا د ووريو دوینې کیدو نه ساتي.
شپږم، لیمبو اوبه د سوزول شوي ځاې سوخت ورکوي او هغه ټپ ته یخوالی ورکوي.
اووم، شات او لیمبو اوبه کډول او څښل په وزن کمولو کې مرسته کوي.
اتم، د لیمبو زیات استعمال د سابندي ناروغانو سره مرسته کوي.
نهم، لیمو زیات استعمال وینه صفا کوي.
لسم، د لیمبو استعمال د ملاریا او کولرا پرازیټونه له منځه وړي.
یوولسم، لیمبو استعمال د اعصابو ارامولو کې مرسته کوي، فشار کنترولوي، زهني ارامتیا درکوي.
دولسم، لیمبو د باکتریا ضد خاصیت په درلودلو سره د ستوني په ټولو مرضونو کې درسره مرسته کوي.

Share this page to Telegram

Comments