د لوی درستیز مرستیال د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره ننګرهار ته رسیدلی

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د هېواد د لوی درستیز د رئیس ارکان محمد حبیب حصاري په مشرۍ ننګرهار او په ځانګړي ډول په خوږیاڼو او یو شمیر نورو سیمو کې د تروریستي ډلو د لمنځه وړلو په برخه کې د لازیاتو عملي اقداماتو د ترسره کېدو په موخه یو لوړ پوړی امنیتي پلاوی ننګرهار ته رسیدلی
د لوی درستیز درستیزوال محمد حبیب حصاري وویل، دې ولایت ته یې د سفر موخه په یو شمیر ولسوالیو کې د ترویستانو په ځآنګړي ډول د داعش وسله والې ډلې د لمنځه وړلو په موخه لا زیات عملي اقدامات ترسره کول دي.
هغه زیاته کړه،په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د داعش د لمنځه وړلو په موخه یې هوایي بریدونه پیل کړي او ډیر ژر به په نورو برخو کې هم د ټولو امنیتي ارګانونو په ګډون خپل اقدامات پیل کړي .
ننګیالې کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *