د لوی جوماتونو لپاره بودجه ځانګړې شوې

comments 0

4 Views

هندوکش – کابل: افغان ولسمشر وایي د خرقې شریفې، روضیې مبارکې، پل خشتي، عیدګاه او نور جوماتونه د جوړېدو او بیارغاونې په حال کې دي او په ملي بودجه کې د جوماتونو د ترمیم او جوړولو لپاره هر کال د پام وړ بودیجه دې برخې ته ځانګړې کړې .
محمد اشرف غني چې نن په دلکشا ماڼۍ کې د نوي جومات د پرانېستې په مراسمو کې خبرې کولی وویل ، شاوخوا ۱۱۰کاله کېږي چې د ګلخانې جامع جومات جوړ شوی دی او په ارګ کې دا دویم جومات دی چې زموږ مسلمان وطنوال یې شاهدان دي.
دغو مراسمو ته د دولت لوړ پوړي چارواکي، قومي مشران او دیني علما هم ور بلل شوي وو.
د جومات ودانۍ په ۲۲۰ متره مربع ځمکه کې جوړه شوې چې په یو وخت په کې ۵۵۲ لمونځ کوونکي ځایېږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments