د لوګر ښوونځیو ته څه باندې ۱۵ زره نوي زده کوونکي جذب شوي دي

comments 0

6 Views

هندوکش ـ لوګر: د لوګر د پوهنې ریاست وايي، د دې ولایت په شته ۲۷۳ ښوونځیو کې د روان ۱۳۹۹ ښوونیز کال پر مهال ۱۵۱۳۲ نوي زده کوونکي جذب شوي دي.
د یاد ریاست لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، یاد نوي زده کوونکي د ابتداییه دورې لومړيو ټولګیو ته جذب شوي دي، چې له دې ډلې شاوخوا ۴۱۷۷ یې نجونې دي.
د خبرپاڼې له مخې، د پل علم ښوونځیو ۱۴۸۷ نجونې او ۴۵۳۵ هلکان، د محمدآغې ولسوالۍ ښوونځیو ۱۸۰۰ نجونې او ۲۲۰۰ هلکان، د خوښۍ ولسوالۍ ښوونځیو ۲۱۳ نجونې او ۲۶۴ هلکان، د بره کي برک ولسوالۍ ښوونځیو ۶۶۸ نجونې او ۱۳۸۰ هلکان، د څرخ ولسوالۍ ښوونځیو ۲۱۱ نجونې او ۸۲۰ هلکان، د ازرې ولسوالۍ ښوونځیو ۴۶۶ نجونې او ۸۶۰ هلکان او د خروار ولسوالۍ ښوونځیو یوازې ۲۲۰ هلکان جذب کړي دي.
اعلامیه وړاندې کاږي، د خروار ولسوالۍ په ښوونځیو کې د تېرو کلونو په څېر بیا هم د وسلوالو طالبانو لخوا د اجازې نه ورکولو له امله هېڅ نجونې زده کوونکې جذب شوې نه دي.
د معلوماتو له مخې، په لوګر کې دا مهال د نجونو او هلکانو ۲۷۳ ښوونځي شته، چې ۷۵ لېسې، ۷۳ منځني او پاتې ۱۲۵ نور یې لومړني ښوونځي دي.
په یاد شمېر ښوونځیو کې ۱۴۰۰۷۰ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه ۴۰۵۹۸ یې نجوني دي.
په برکي برک، څرخ، ازره او خروار ولسوالیو کې لا هم ښوونځي د وسلوالو طالبانو تر څار لاندې دي او وخت ناوخته د نجونو د زده کړو مخه نیسي.
لوګر پلازمینې کابل ته په ۶۰ کیلومترۍ کې پروت ولایت دی چې وخت ناوخته د جګړو او ناامنیو راپورونه ترې ورکول کېږي او د ناامنیو له امله لا هم یو شمېر ښوونځي پکې د وسلوالو طالبانو لخوا تړلي دي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments