د لوګر پر والي برید شوی

comments 0

0 Views

هندوکش – لوګر: د لوګر پر والي موټر بم برید کې اته ساتوونکي شهیدان شوي او لس نور ټپيان دي.
د لوګر د والي ویاند شمشاد لاروی وایي، پر والي شاوخوا یولس بجې د محمد اغې ولسوالۍ سفید سنګ سیمه کې موټر بم برید وشو.
والي له کابله د لوګر مرکز ته په لاره و چې پر موټرو یي موټر بم برید وشو.
د برید مسوولیت طالبانو منلی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments