د لواڼې د ترور په غبرګون کې لاریونه پيل شول

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: په ټوله خیبر پښتونخوا کې د کاري اعتصاب او اعتراضي لاریونونو اعلان وشو.
دغه اعلان د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له لوري د ارمان لوڼي د وژل کیدو په غبرګون کې شوی.
بل لور ته د خیبر پښتونخوا په پیښور او ګڼو نورو سیمو کې له تېرې شپې راهیسې د پنجاب حکومت ضد یو ځل بیا پراخ لاریونونه پېل شوي دي.
ارمان لوڼی د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال غړی او د دغه غورځنګ د مخکښې ښځینه غړې وړانګې لوڼۍ ورور و.
وړانګې لوڼۍ بیا په یوې خپرې شوې ویډیو کې پر لر او بر پښتنو غږ کړی چې تاوتریخوالي ته زړه ښه نه کړي او خپلې مبارزې ته په سوله ییزه توګه دوام ورکړي.
ویل کیږي چې ارمان لوڼی تېره ورځ ناوخته له ملګرو سره کور ته روان و چې د پاکستان پولیسو پرې برید کړی او له سختې شکنجې وروسته یې وژلی دی.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments