د لغمان ولایت اوسیدونکو د سولې او اوربند په ملاتړ ستره ولسي غونډه ترسره کړه

comments 0

4 Views

هندوکش ـ لغمان: په لغمان ولایت کې قومي مشرانو، دیني عالمانو، ځوانانو، ښوونکو او زده کوونکو د یوې سترې ولسي غونډې په ترڅ کې د سولې ملي پروسې ملاتړ سربیره د دایمي اوربند غوښتنه وکړه.
د یادې غوڼدې ګډونوالو په هېواد کې ورستي ترهګریز بریدونه په سختو ټکو سره وغندل او د جګړې له ښکیلو لوریو په ځانګړي ډول له طالبانو یې غږ وکړ، چې نور د بې ګناه افغانانو له وژنې څخه لاس په سرشئ او سوله وکړئ.
دوی وايي، سوله د هرافغان هیله او غوښتنه ده او باید د جګړې ښکیل اړخونه د ولسونو غوښتنو ته مثبت ځواب وايي او سوله وکړي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments