د كډو حلوا

comments 0

0 Views

د اړتیا ور مواد:
1- حلوايي كډو يو كيلو
2- بوره نيم كيلو
3- د بادامو مغز دولس دانې
4- هېل لس دانې
5- پسته دولس دانې
6- دار چيني لږ څه
7- غوړي 125 ګرامه.
د پخولو طریقه:
كډو سپين كړى او منځ يې صاف كړى او تر تراشك يې وباسى. پسته نازكه خلال كړى. بادام هم سپين كړى. كډو په يوه دېګ كي واچوى پر اور يې كښېږدى چي پوخ سي كله چي كډو پوخ سو اوبه يې وچي سوې بيا نو په يوه كړايي كي غوړي واچوى سره يې كړى بيا د كډو حلوا ور واچوى او سره يې كړى. چي رنـګ يې لږ واوښتى بيا بوره ور واچوى ( بوره د ضرورت په اندازه د يوه پاو څخه تر نيم كيلو پوري ور اچولاي سى ) كله چي مو بوره ور واچول ژر ژر كاچغه پكښي و وهى او وې لړى تر څو د بورې اوبه وچي سي او كډو پر غوړو راسي بيا نو هېل ميده كړى او وروايې چوى كله چي مو په دېش كي واچول بيا نو پر سر باندي پسته او بادام وپاشى او را وايې خلى.

Share this page to Telegram

Comments