د كرم دلمه

comments 0

0 Views

د اړتیا ور مواد:
1- كرم دوه كيلو چي پاڼگـي يې ښې غټ وي
2- غوښي ( 750 ) ګرامه
3- پياز څلور دانې
4- غوړي ( 150 ) ګرامه
5- د روميانو رُب يوه كاچغه
6- بوره يوه د چايو كاچغه
7- د ليمو اوبه درې كاچغي
8- ښوروا يو ګيلاس
9- ګشنيز نعناع يوه يوه دسته
10- د كټوي دارو يوه د چايو كاچغه
11- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخولو طریقه:
پياز ميده كړى او په درو كاچغو غوړو كي سره كړى بيا كوفته سوي غوښي ور واچوى او سرې يې كړى تر څو اوبه يې وچي سي بيا يوه كاچغه رُب په يوه ګيلاس اوبو كي حل كړى او كوفتې ته يې واچوى او مالګه مرچ بوره او د ليمو اوبه هم ور واچوى سر يې ور بند كړى چي كوفته پخه سي په پاي كي لږ ګشنيز ور ميده كړى او كښې يې ږدى.
بيا د كرم پاڼگـي سره بېل كړى او په اوبو كې لږ و اېشوى تر څو پاڼگـي لږ پاسته سي بيا غټ پاڼگـي دوې دانې واخلى كه كوچنى وې
څلور پاڼگـي واخلى او يو پر بل باندې كښېږدى او په منځ كي يوه كاچغه پخه سوې كوفته واچوى او پاڼگـى سره وپېچى او په دېګ كې
سره ووډى اويو ګيلاس د غوښو اوبه ( ښوروا ) او غوړي مالګه مرچك ور واچوى او پر خام اور باندې پاخه كړى تر څو اوبه يې وچي سي او پر غوړو راسي بيا دغه دلمه لكه په عكس كي چي دي هغسي ووډى او د دلمې شاه و خوا په ګشنيز او نعناع باندي ښايسته كړى او په منځ كي د روميانو حلغې او پياز كښېږدى.
نوټ كه چيري كوفته پخه نه كړى او دغسي اومه يې په پاڼو كي وپېچى هم دلمه ډېره ښه او خوندوره راځي.

Share this page to Telegram

Comments