د كراچي حلوا ( سوهن )

comments 0

0 Views

د اړتیا ور مواد:
1- نشايسته نيم كيلو
2- بوره دوه كيلو
3- هېل ( 200 ) ګرامه
4- ژړ رنـګ نيمه د چايو كاچغه
5- د بادامو مغز ( 250 ) ګرامه
6- د پستې مغز ( 150 ) ګرامه
7- جائفل دوې دانې
8- جاوتري لږڅه ( د جائفل پوست ته جاوتري وايي اوجائفل يوډول جوز دي)
9- ټگـاټري يولږڅه. Tatri- (Cream of tatar) مخفف دى.
هغه مساله چي خميره ځني په لاس راځي په هند، پاكستان او نورو هيوادونو كي موندل كيږي.
د پخولو طریقه:
بوره په يو كيلو اوبو كي حل كړى او جاوتري، ټاټري اوجائفل ور ميده كړى، هېل، جوكويه ميده كړى، ور وايې چوى او پر اور يې كښېږدى او خټه شربت ځني جوړ كړى، بيا په يو كيلو اوبو كي ژړ رنـګ (رنـګ شيرين ) او نشايسته سره حل كړى او تر يوه ټوكره يې صاف كړى بيا يې د بورې شربتو ته واچوى او پر خام اور باندي يې د پخېدو لپاره كښېږدى او ښه يې په كاچغه ولړى او لږ چي پاخه سي پسته او بادام ور واچوى او ښه يې پاخه كړى چي د كاچغي وهل پكښي مشكل سي بيا يوه يوه كاچغه غوړي ور اچوى او لړى يې تر هغه مهاله چي حلوا پر غوړو راسي بيا تاسي دا په يو پتلي غوري يا پتنوس كي واچوى او كښېږدى چي ساړه سي. كله چي ساړه سول لوز لوز يې پرې كړ

Share this page to Telegram

Comments