د كبانو سلاته

comments 0

0 Views

د اړتیا ور مواد:
1- كنسرو كبان يو دبلى .
2- شنه پخه سوې لوبيا يو ګيلاس .
3- ايشولي هګۍ درې دانې .
4- د زيتون غوړي درې د خوړو كاچغي .
5- د ليمو اوبه يا سركه درې كاچغي .
6- مالګه او مرچ.
د جوړولو طریقه:
د ليمو اوبه او د زيتون غوړي سره ګډ كړى او لږ مرچك ور واچوى بيا لوبيا او كبان ور واچوى او سره ګډ يې كړى. وروسته بيا سلاته په يوه لوښي كي واچوى او د زيتون دانې يې پر سر ور و اوډى او اېشولي هګۍ بيا څلور ځايه كړى او پر سر يې ور كښېږدى او شا و خوا ته يې د روميانو او پيازو هلغې و اوډى.

Share this page to Telegram

Comments