د كبابــو استروژن

comments 0

0 Views

اړین توکي :
د استروژن کبان– 300 ګرامه
پياز – ۱ دانه
زعفران – ۱ قاشوغه
د زيتون غوړي – ۱ قاشوغه
ټوټه شوي زنجبیل – نیمه قاشوغه
د اوږې اوړه – ۱ قاشوغه
تروش لیمو – ۱ دانه
دلمه ای مرچک – ۱ دانه
تازه شبت – یو څو پاڼې
د سويا سس– ۱ قاشوغه
مالګه ، تور مرچک، کرفکس – د اړتیا په اندازه
د جوړولو طریقه:
لومړی استروژن په مناسبو قطعاتو ټوټه کوو وروسته کرفکس او دلمه ای مرجک خلال کوو د زعفران له اوبو او زیتون غوړیو ، د سویا سس او د اوږې پو‌‌‌‌‌‌ډر او ټوټه شوی زنجبیل مالګې او تورو مرچکو سره یې په یو لوښي کې اچوو او سره ګ‌‌‌‌‌‌ډوو یې او د استروژن له ټوټو سره یې یوځای کوو ، خلال شوي سبزیجات ورسره زیاتوو او د دوه ساعتونو لپاره یې په یخچال کې ږدو ددې مودې وروسته تاسو کولای شئ هغه کباب کړئ ، دا کباب له ترکاریو سره نوش جان کړئ .
نوش جان

Share this page to Telegram

Comments