د قطر ځانګړی استازی کابل ته راغلی

comments 0

0 Views

هندوکش – قطر: د قطر ځانګړی استازی کابل ته راغلی او له ولسمشر محمد اشرف غني او حامد کرزي سره یې د سولې پر روانو هڅو خبرې کړي دي.
د راپورونو پر اساس په لیدنه کې دوحه کې د ترسره کېدونکو بین الافغاني خبرو پر اجنډا او نورو مسایلو تفصیلي خبرې شوي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني د بین الافغاني مذاکراتو په دويم پړاو کې چې په دوحه کې به ترسره شي پر اجنډا، د ګډونوالو په شمېر او نورو اړونده مسایلو په اړه له افغان مشرانو سره خبرې کړي دي.
په لیدنه کې ټینګار شوی چې د دغې ناستې موخه به د ټول شموله بین الافغاني مذاکراتو له لارې په افغانستان کې تلپاتې سولې ته رسېدل وي.
مطلق القحطاني له ترهګرۍ سره په مبارزه او شخړو منځګړیتوب کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی دی، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو اترو او افغان سوله کې هم فعال رول لري.
ټاکل شوې د سولې په تړاو د طالبانو او افغان سیاسیونو ناسته د حمل په ٢٥مه او ٢٦مه په دوحه کې جوړه شي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments