د قطر په خبرو کې ولې ملابرادر څنډې ته ساتل شوی دی؟

comments 0

8 Views

که څه هم ويل کيږي چې د طالبانو لوړپوړی مشر ملاعبدالغني برادر له زندانه تر خوشې کيدو وروسته قطر ته رسيدلی دی خو د قطر په خبرو کې ونډه نلري.
د طالبانو يوې ويبپاڼې اوس اوس د قطر دفتر د يو مشر خیرالله خیرخواه مرکه خپره کړې او هغه په ښکاره وايي چې په دې خبرو کې ملابرادر مخامخ ونډه نلري. نوموړی وايي چې دوی د خبرو راپور له هغه شریکوي او مشوره ورسره کوي.
تر دې مخکې طالبانو ويلي وو چې ملابرادر قطر ته نه ځي، وروسته يي ويلي وو چې په پاسپورت کې يي ستونزه ده،بل ځلې يي ويلي وو چې په دوحه کې د نوموړي سيال نشته ځکه خبرې نه ورسره کوي خو وروسته خبره بل شان شوه او طالبانو تايید کړه چې ملابرادر د پاکستان په ځانګړې پوځي الوتکه کې قطر ته وړل شوی دی او په ياده ناسته کې به ګډون وکړي.
ملابرادر د ناستې په لومړۍ ورځ هم حضور نه لاره او له زلمي خلیلزاد سره يي يوازې ډوډۍ خوړلې او نور امریکايان هم نه دي پرې خبر چې دا طالب مشر چیرته ساتل کيږي.
شنونکي وايي چې قطر دوهم پنجاب دی او ملابرادر په سمبولیک ډول قطر ته ددې لپاره بيول شوی دی چې په وروستیو کې د هغه په اړه خپاره شوي حقايق پاکستان دروغ ثابت کړي او د طالبانو په منځ کې د روحيي وژنې او يا ستونزو مخنیوی وکړي.
شنونکي په دې نظر دي چې ملابرادر اوس هم په دوحه کې بندي ناست دی او که چیرته نوموړی رښتيا د قطر د دفتر رئيس وي او يادې خبرې د هم هغه دفتر په مشرۍ پر مخ بيول کيږي نو ولې مشر په دې خبرو کې نشته دی.
شنونکي په دې نظر دي چې لا هم پاکستان پر عباس ستانکزي او هلته حاکم ټيم باندې حساب کوي او نه غواړي د آی اس آی له زندانه خوشې شوی سولې ته لېوال ملا برادر په پریکنده ډول په دې خبرو کې ونډه ولري.
دوی زیاتوي چې ملابرادر لس کاله ددې له امله چې يو ځل يي له پخواني ولسمشر حامدکرزي سره د سولې پر خبرو د بحث نظر ورکړی په زندان کې تیر کړل او د نوموړي د فکر بل پلوي ملاعبیدالله آخون په زندان کې ساه ورکړه چې مړی يي هم طالبانو ته ورنکول شو.
شنونکي په دې نظر دي چې د طالبانو دا سمبولیکې ټاکنې او د مشخصو کسانو پټ صلاحيتونه به د سولې پر ځای سوله سبوتاژ کړي او دا خبرې به هم د تير په شان هيڅ پايله ونلري.
بلخوا په قطر کې باوري سرچینې وايي چې پر پاکستان د هندوستان تر بریدونو وروسته طالبانو د مشورو په نوم ناسته د اسلام اباد په غوښتنه دوه ورځې درولې ده او دوی غواړي يو ډول د پاکستان هغه خبره چې ويلي يي وو پر پاکستان د هند برید به افغان سوله متاثره کړي رښتيا ثابته کړي.
شنونکي طالبانو ته ددې خبرو دريدل او يا له پايلې پرته د پيل شوې ناستې پای ته رسيدل د شرم وړ بولي او وايي چې په استخباراتي مسخرو طالبان نشي کړای ځانونه خپلواک ثابت کړي.
بلخوا ځينې شنونکي په دې نظر هم دي چې د قطر په ناسته کې پر کومو موضوعاتو چې بحث کيږي امریکايي لوری چې هره پريکړه کوي که چیرته افغان دولت دا پريکړې ونه مني بیا هم ستونزه نشي حل کيدای.
بلخوا په پيښور کې د ملاعمر زوی مولوی يعقوب ته نيږدې سرچينې وايي چې نوموړی ددې ناستې پر اجنډا او پريکړو خبرنه دی اوهرڅه چې کيږي پاکستان يي په ګډه د قطر له دفتر سره يو ځای پر مخ وړي.
د مولوي يعقوب نيږدې کسان وايي چې ملابرادر خوشې شوی نه دی بلکه د برمته په شان ساتل کیږي او په پاکستان کې يي کورنۍ هم تر سخت څار لاندې نيول شوې ده.
د ملابرادر د کورنۍ يو غړي نړۍ والو رسنیو ته ويلي دي چې دوی د ملاغني برادر تر خوشې کيدو وروسته پريکړه کړې وه چې خپله کورنۍ افغانستان ته ولیږدوي خو پاکستان يي مخنیوی کړی دی.
په ورته مهال د طالبانو يو شمېر مهم مسولین چې د کوټې شورا غړي په پاکستان کې نظر بند شوي دي، د طالبانو د تبلیغاتي برخې مسول امیرخان متقي ته خبرداری ورکول شوی دی چې چوپ پآتې شي او په افغانستان کې د طالب وسله والو جنګي ماشين بیا اډو په جریان کې نه دی چې په قطر کې څه روان دي. هڅه مو وکړه په دې تړاو د طالبانو نظر هم له ځان سره ولرو خوله هڅو سره سره بريالي نشو.
پلازمینې خبري آژانس نه په مننې

Share this page to Telegram

Comments