د قطر له خبرو د افغانانو تمه / سید عبدالله پاچا

comments 0

1 Views

قطر کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پلاوي او د وسله والو طالبانو د مشرانو تر منځ بحثونه وروستي شوي او ټاکل شوې چې د دې اوونۍ تر پایه د هوکړې د لاسلیک ځای او نیټه په ډاګه شي.
د هوکړې تر لاسلیک وړاندې افغان حکومت زلمي خلیلزاد ته ویلي و چې طالبان باید اوربند وکړي او بین الافغاني خبرو ته حاضر شي.
د امریکا پلاوي پر طالبانو منلې چې اوربند به کوي، خو طالبانو غوښتنه کړې چې اوربند ته به د تاوتریخوالي د کمولو نوم ورکړی، ځکه ځينې وسله والې ډلې یې اوربند نه کوي او دوی مجبور دي چې اوربند ته د تاوتریخوالي نوم ورکړی.
د طالبانو اکثریت رای ورکړې چې تاوتریخوالی یانې جګړه دې کمه شي، خو ځینې ډلې چې د قطر سیاسي طالبانو سره همنظره نه دي په اوربند او تاوتریخوالي کمیدو باندې راضي نه دي او داسې اندیښنې هم شته چې ممکن خپلې جګړې ته ان په اوربند کې هم دوام ورکړي او تاوتریخوالی رامنځ ته کړي.
اوس چې د طالبانو په تاوتریخوالي کمیدو باندې هوکړه راغلې، دا هوکړه یې د خلیلزاد مخې ته ایښې او د هوکړې وروستیو مواردو باندې بیا غیر رسمي بحث پیل شوی دی.
طالبان به له امریکا سره د هوکړې د لاسلیک په بدل کې نور جګړې ته دوام نه ورکوي، له ترهګرو ډلو سره به اړیکې پرې کوي او افغانستان به بیا د ترهګرو په ځاله نه بدلیږي.
طالبانو کې ملا برادر منځلاری سړی ښکاري او زیات طالبان ورسره مخالف هم دي، ځکه ملا برادر ځینو مواردو کې انعطاف ښيي او هڅه یې دا ده چې جګړه د سولې له لارې حل شي، له همدې کبله یې له خپلې ډلې عباس ستانکزی لیرې کړی دی، عباس په دوی کې د پاکستان د ګټو لپاره کار کو او د سولې د خبرو پروړاندې خنډ و.
د سولې پروړاندې اوس هم یو شمېر طالبان مخالفت لري، هغه طالبان چې د جګړې له درکه زیاتې پيسې لاس ته راوړي، نه غواړي چې د سولې پروسه بریالی شي او له همدې کبله ډير کله د بین الافغاني خبرو او اوربند په تړاو منفي رای ورکوي.
خو یا به طالبان سولې ته غاړه ږدي او یا به وژل کیږي او نیول کیږي، لکه سږ کال چې زرګونه وژل شوي او زرګونه نور زندانونو کې پراته دي.
طالبان پرته له سولې بله لار نه لري، خو د افغانانو بدمرغي دا ده چې دښمن یې پست او رزیل دی چې تر فشار لاندې راشي، بیا پر ملکي وګړو بریدونه کوي او ګډوډي رامنځ ته کوي.
دا ښکاره شوې چې طالبان او نورې ترهګرې ډلې له افغان ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري او زیات تمرکز پر ځانمرګو بریدونو او ماین چاودنو کوي.
افغان حکومت چې له خپل ولس سره د سولې ژمنه کړې هر کله یې هڅه دا وي چې طالبان په فشار او یا منځګړو باندې خبرو ته حاضر کړي.
د افغانانو غوښتنه همدا ده چې سوله باید د جګړې پای وي نه د یوې بلې جګړې پيل.
د افغانانو غوښتنه دا ده چې بیا تېر ته نه ګرځي او که طالبان سوله کوي باید اوسني نظام کې مدغم شي.
د افغانانو غوښتنه دا ده چې دیکتاتوري به نه وي او ولسواکه جمهوریت کې به ژوند کوي چې ټول حقوق یې پکې خوندي وي، طالبان دې دا فکر نه کوي چې ګنې بیا به امارت راشي او بیا به د دوی ظلم او وحشت پیل شي.
افغانان هيڅکله بیا طالبان نه غواړي او نه یې نظام غواړي نو د جګړې د بس لپاره اړینه ده چې جمهوریت دوام وکړي.

Share this page to Telegram

Comments