د قطر غونډې نوملړ باندې کار روان دی

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: لا هم د قطر غونډې ګډونوالو د نوملړ پر سر ناندرۍ روانې دي او ژر ده چې دا نوملړ بشپړ شي.

که څه هم قطر کې د بین الافغاني غونډې جوړېدو ته پنځه ورځې پاتې دي، خو لا هم د غونډې د ګډونوالو او په کې د ویل کېدونکو بحثونو څرنګوالی نه دی وروستی شوی.

ټاکل شوې وه تیره ورځ د روغې جوړې شورا غونډه وکړي او خپلې چارې بشپړې کړي، خو د ځینو اختلافونو له امله وځنډېده.

محمد عمر داودزي ویلي، اختلافونه هم شته، خو د روغې جوړې شورا کارې کمېټې کار کوي چې د قطر غونډې ته څوک او څومره شمېر کسان لاړ او کومې مسئلې مطرح کړي.

د دوی ترمنځ یوه اختلافي مسله دا ده چې ځینې وایي، قطر ته دې ډیر شمېر کسان لاړ شي او ځینې نور بیا د کم شمېر کسانو د ورتګ خبره کوي.

بله اختلافي موضوع دا ده چې ځینې سیاسي څېرې هڅه کوي چې د خپلې خوښې کسان دې خبرو کې ښکېل کړي، خو ځینې نور یې بیا د ځان لپاره کشوي.

خو په ټوله کې کله چې مرکچي پلاوی وروستی شي، د ولسمشر د یوه فرمان له مخې به قطر ته لاړ شي چې هلته به د راتلونکې جمعې، شنبې او یکشنبې پر ورځو له طالبانو سره ناستې ولري.

محمد حنیف بیدار

 

Share this page to Telegram

Comments