د قطر د خبرو سمدستي پایله په غزني کې د طالبانو وحشیانه برید / سپوږمۍ پوپلزۍ

comments 0

0 Views

طالبانو یو ځل بیا د موټر بم په واسطه زمونږ د مظلوم او بې ګناه خلکو پروړاندې دغزني په ښار کې جنایت تر سره کړ، چې سلګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله، د برید د قربانیانو لویه برخه(( د ښوونخي ماشومان او ملکیان دي!)) طالبان په ډېرې بی شرمۍ د دغه برید مسوولیت پر غاړه واخیست! دا وحشیانه برید په داسې حال کې کېږي، چې همدا طالب ډله له امریکا او نورو افغان فعالانو سره په قطر کې د سولې لپاره خبرو ته ناسته ده دا ډله د قطر په اووم پړاو خبرو کې لومړی له امریکایی پلاوي او له پرون راهیسې له افغان فعالانو سره د سولې لپاره خبرې کوي!؟ د افغانستان د ټولو قشرونو، په تېره بیا د ملت او په ځانګړې ټوګه د مدني ټولنې غوښټنه دا ده، چې(( طالبان دې د خلکو وژنې او وینه بهېدنه بنده کړي، اوربند دې وکړي او د سولې لپاره دې ریښتینې خبرې پیل کړي)) د افغانستان د مدني ټولنو او رسنیو ګډه ډله همدا راز اعلام کوي چې د سولې لپاره تر هرڅه لومړی باید دیني، تاریخي، فرهنګي او بشري ارزښتونه خوندي وساتل شي، او عدالت غوښتنه ورته وشي، خو له بده مرغه، چې طالب ډله اجیره ډله ده، د افغانانو د دښمنانو له خوا په افغانستان کې د سولې او ثبات او د افغانستان د هوساینې او پرمختګ پرضد د جګړې لپاره کرایه شوي او پورته غوښتنې په هېڅ ټوګه پوره کولی نه شي! بلکې واک او اختیار یې هم نه لري، افغان حکومت په غزني کې د طالبانو موټربم برید غندي او وایي(( دا ډله باید پوه شي چې د ملکیانو او ماشومانو په وژلو د سولې لپاره په مذاکراتو کې هېڅ امتیاز نه شي ترلاسه کولی!)) له همدې امله ولسمشر محمداشرف غني دا برید وحشیانه او بشري جنایت بللی دی: (( طالبانو د دغه شرمناک برید مسوولیت په داسې حال کې اخیستی چې ملکیان، ماشومان او عامه تاسیسات یې په نښه کړي دي په دغه ناوړه عمل سره طالبانو یو وار بیا له افغانانو سره خپله دښمني ثابته کړه او یو بشري جنایت یې ترسره کړ)) ولسمشرغني زیاته کړې، طالبانو په وروستیو تروریستی بریدونو د خپل عمل او خبرو تر منځ تناقض هم ښکاره کړ: (( له یوې خوا په قطر کې د سولې خبرې کوي، خو بله خوا هره ورځ د افغانانو، ښځو او ماشومانو وینې تویوي)) دا چې له یوې خوا د افغانانو د وینو تویولو لپاره ترهګریز بریدونه روان دي او له بلې خوا په قطر کې د طالب ډلې خبرې کومه مثبته پایله نه لري، نو طالب ډله د ترهګریزو بریدونو د دښمن له خوا استخدام شوې او درګرده پرې وحشي جنایتونه تر سره کوي! له همدې امله په افغانستان کې د سولې لپاره قطر کې غونډې بې ګټې دي، په اصل کې د افغانانو د وژنې لپاره جګړه د تاریخي او قسم خوړلي دښمن له خوا روانه ده که امریکا د دې جګړې د ختمولو لپاره هڅې کوي، نو پر دغه دښمن دې فشار راوړي، چې د ترهګرۍ له تمویل، روزنې او تجهیزه لاس په سر شي، په هغه صورت کې هم په افغانستان کې سوله راځي او هم د امریکا په مشرۍ د ترهګرۍ ضد نړیواله جګړه د بري تر بریده رسېدای شي! له دې پرته دې افغانان په یوه او بله پلمه نه دوکه کېږي، بلکې دښمن دې واوري، چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې به د افغانانو قربانۍ ژر رنګ راوړي او دښمن دې پوه شي، چې په ترهګریزو بریدونو او د جګړې د دوام په صورت کې افغانان له خپله هوډه نه شي په شا کولی!

Share this page to Telegram

Comments