د قطر خبرې به بیا پيل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – قطر: ټاکل شوې د راتلونکې فبروري میاشتې په ۲۵مه یو ځل بیا قطر کې طالب او امریکایي استازې خبرې پيل کړي.
راپورونه وایي، قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر نوی مشر به مناسب وخت کې دوحې ته ولاړ شي.
ملا عبدالغني برادر څلور ورځې وړاندې قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر او په سیاسي چارو کې د طالبانو د مشر مولوي هبة الله مرستیال وټاکل شو.
تر دې دمخه داسې راپورونه وو، چې ملا برادر وار د مخه قطر ته رسېدلی او هلته یې له امریکایي پلاوي سره په مخامخ خبرو کې ونډه اخیستې ده.
مالومه نه ده چې له دې وروسته به له امریکایي پلاوي سره ملا برادر خبري پر مخ یوسي او که بل څوک.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments