د قطر بین الافغاني ناسته د یوې پړیکړې لیک صادرولو سره پای ته ورسیده

comments 0

18 Views

هندوکش – کابل: د قطر بین الافغاني غونډه چې تیره ورځ پیل شوې وه تیره شپه ناوخته د یوه پړیکړه لیک صادرولو سره پای ته ورسیده.
د پړیکړه لیک له مخې، طالبانو او افغان ګډونکوونکو ترمنځ پر ځينو مواردو تفاهم شوی دی.
دواړو لورو ټینګار کړی دی، چې بهرني ځواکونه به له افغانستان وځي، تاوتریخوالی به کمېږي او د سولې لپاره به لا ډېرې هڅې کېږي. په دې پرېکړه لیک کې همدا راز د اسلامي نظام پر جوړولو، د عام المنفعه تاسیساتو پر ساتلو، د مکتبونو، مدرسو، کلینیکونو او نورو اړوندو ادارو حریم ته پر درناوي هم ټینګار شوی دی. دواړو لورو ویلي، چې بین الافغاني مذاکرات د افغان څلوېښت کلنې جګړې د پای ته رسولو یوازینۍ لار ده، نو په کار ده، چې د سولې روانې خبرې ادامه پیدا کړي. دوی له ملګرو ملتونو، امنیت شورا، د سیمې له هېوادونو او نورو ښکېلو اړخونو غوښتنه کړې چې د افغانستان فرهنګ او کلتور ته درناوی وکړي او ددغه پرېکړه لیک موارد عملی کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments