د قرآن او احادیثو له نظره د بی ګناه مسلمانانو د وژلو حکم/ سپوږمۍ پوپلزۍ

comments 0

0 Views

پدې کې شک نشته چې د اسلام دین له ټولو آسمانی دینونو څخه غوره دین ده، د دې دین په راتګ سره ټول آسمانی دینونه له منځه ولاړل او منسوخ شول دا یو داسې دین دی چې پدې کې د هر انسان لپاره حقوق ځای پر ځای شوي دي، په ځانګړې ټوګه یې د مسلمانانو حقوقو ته زیاته پاملرنه کړي ده، او دا یې هم بیان کړي، چې یو مسلمان پر بل مسلمان باندې یو تعداد حقوق لري، د بیلګې په ټوګه یو مسلمان د بل مسلمان دعوت قبول کړي، جنازې ته به یې حاضر شي، د ناروغ پوښتنه ( عیادت ) یې وکړي او داسې نور.
همدارنګه به احادثیوکې د مسلمانانو مثال یې داسې بیان کړي:
مسلمانان په خپلو منځونو کې د مهربانی، محبت، دوستې له مخه په شان د یو بدن دي کله چې د بدن یو غړی نا آرامه وي نو د بدن ټول غړي ورسره نا آرامه وي، مسلمانان هم باید په خپلو منځونو کې یو د بل په غم خفه او په خوشحالۍ یې خوشحاله شي، ځکه په بل حدیث شریف کې راځي، چې نبی کریم (ص) فرمایی: تر هغه به یو له ستاسو څخه کامل مسلمان نشي تر څو چې کوم څیز د ځان لپاره خوښوي او بل مسلمان ته یې خوښ نکړي.
اوس راځو خپل اصلي هدف ته چې د بی ګناه مسلمان د وژني حکم دی، د بی ګناه مسلمان د وژني د حکم په اړه ګڼ شمېر آیتونه او احادیثو نه شتنون لري چې هغه ټول د بی ګناه مسلمانانو وژنې غندنه کوي او د داسې عمل سرته رسوونکي لپاره یې په اخرت کې سخت عذاب ټاکلي دي الله ج په پنځمه پاره د النساء په سورت کې داسې فرمائی((چا چې یو مومن په قصد سره ووژلو نو دده ځاي دوزخ دی او دې به په دې دوزخ کې د تل لپاره اوسې او د الله غضب او لعنت به پری وي او دده لپاره ئی سخت درد ناک عذاب تیار کړي دي)) په بل آیت کې الله ج فرمائی: چا چې یو انسان بدون له دې چې بل انسان ووژني او پرته له دې چې په ځمکه کې یې فساد کړی وي، وواژه نو دي داسې ده لکه چې ټول انسانان یې وژلي وي او چا چې یو انسان ته ژوند وروباښه داسې دی لکه ټولو انسانانو ته ئې ژوند وربښلې وي.
همدارنګه په احادیثو کې د بی ګناه مسلمان وژنه غندل شوی ده لکه په یوه غزا کې صحابه کرامو یو بندي ونیوه هغه ورته کلمه وویله، خو صحابه کرامو هغه وواژه بیا دغه پیښه دوې نبي کریم (ص) ته وړاندې کړه نبی علیه السلام پوښتنه وکړه: چې دا مو ولې وواژه وویل: ایا تاسو د هغه سینه (زړه) کتلې وو؟ چې هغه د ستاسو له ویرې کلمه ویلي وه، او که اسلام ئی راوړی وو، د پورتني دلایلو پر بڼسټ نن سبا چې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې په مختلفو نومونو افغان ولس وژل کیږي دغه رنګه کړنی اسلام ته د منلو وړنه دي، بلکې سرته رسوونکي ئې په دې دنیا کې رسواء او ذلیله کړي او په اخرت کې ئې ورته دردناک عذاب تیاري کړي دي.
د بی ګناه افغان ولس د وژلو له پیله څخه یوه بله دردناکه پیښه د پچیرآګام د ولسوالۍ پيښه ده چې پرون سهار د یوه واده پر مراسمو تر سره شوه، زما پوښتنه دلته دا ده چې دا څنګه مفتیان دي چې د بی ګناه افغان ولس وژنه حلال بولي او خونډ ترې اخلي، آیا دغه مفتیان عقل او منطق لري، آیا دوی له دې لپاره زده کړي کړي دي چې د مسلمانانو په ناحقه وژلو فتواء ګانې ورکړي، دا هغه مفتیان دي چې زړونه لري خو پوهه ترې نه اخلي، سترګي لري خو حق پرې نه ویني، غوږونه لري خو حق پرې نه اوري ان شاء الله، الله ج په دغه رنګه مفتیانو چې په هره جامه کې وي د جهنم په همیشه اور کې پړمخه ورواچوي، ځکه چې چا د الله تعال چې حرامو ته حلال او حلالوته یې حرام وویل، هغه کافر دي.

Share this page to Telegram

Comments