د قاسم سلیماني پر وژلو نړیوال غبرګونونه

comments 0

4 Views

هندوکش ــ کابل: د ایران ستر مشر علي خامنه یي خبرداری ورکړ چې د ده په وینا د له هغوجنایت کارانو به چې د ایران د سپاه پاسدارن انقلاب د قدس ځواکونو ځواکمن قومندان قاسم سلیماني یې وژلی، سخت غچ واخلي.
خامنه یي وویل، د امریکا دغه برید به د متحدو ایالاتونو په وړاندې د ایران د خلکود مقاومت ارداه دوه برابره کړي.
هغه په هیواد کې درې وځنۍ ملي ماتم اعلان کړی او پرځای یې د قدس ځواکونو مرستیال قومندان اسمعیل قاآني د دې ځواک نوی قومندان نومولی دی.
د ایران ولسمشرحسن روحاني ویلي د سلیماني قتل به د متحدو ایالتونو په وړاندې د تهران مقاومت لا پیاوړی کړي.
د ایران له ملاتړه برخمنې د حشد شعبي په مشرۍ د شیعه ډلې د خلکو د بسیج ځواکونو سرچینو ویلي چې په دغه برید کې د دې ډلې مرستیال قومندان ابومهدي المهندس هم وژل شوی دی.
د عراق د صدرات سرپرست عادل عبدل مهدي ظاهراً د سلیماني او مهندس وژلو ته په اشاره دواړه شهیدان یاد کړي او هغوی یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په وړاندې بریاکې سترسمبولونه بللي دي.
هغه وضعیت خطرناک بللی او ویلي یې دي چې ورسره به په عراق، سیمه او نړۍ کې د جګړې اورته لمن ووهل شي.
مهدي د عراق د پارلمان یوه اضطراري غونډه رابللی او ویلي یې دي چې باید د عراق د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او امنیت د یقیني کولو لپاره پریکړې وکړې.
د راپورونو له مخې په بغداد کې د امریکا سفارت پرسلیماني له هوایي برید وروسته امریکایي اتباعو ته خبرورکړی چې سمدستي له عراقه ووځي.
پنتاګون وویل چې دغې حملې ته پرون سهار ټرمپ اجازه ورکړې وه.
پنتاګون په یوه خپاره کړي بیان کې وویل چې د ولسمشرد امرپراساس د امریکا پوځ په بهرکې د امریکا د پرسونل د ساتنې لپاره پریکنده دفاعي اقدام وکړ چې په نتیجه کې یې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د قدس ځواک چې امریکا هغه یوه بهرنۍ تروریستي ډله نومولې، ووژل شو.
په بیان کې دغه راز ویل شوي چې د دغې حملې هدف داوو چې د ایران د پلان شویو راتلونکو حملو مخه ونیول شي.
همداشان ویل شوي چې سلیماني په تیروڅو میاشتو کې په عراق کې دیره د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو حملې تنظیم کړې وې.
اسراییل، د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو پرسلیماني د حملې په اړه د ولسمشرډونالډ ټرمپ پریکړه ستایلې اوویلي يې دي هماغسې چې اسراییل د خپل ځان د دفاع حق لري، متحده ایالات هم ورته حق لري.
د اسراییل پوځ د سلیماني د وژل کیدو په اړه د تهران له ګواښونو وروسته د تیارسۍ په حالت کې دی.
دمشق، د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د امریکا حمله بې رحمانه، خاینانه، جنایتکارانه یرغل بللی دی.
پیکینګ، له ټولو خواوو په تیره بیا له امریکا غوښتنه کړې چې له آرامی اوزغم څخه دې کارواخلي او ویلي یې دي چې سوله او ثبات باید برلاسۍ وي.
مسکو، خبرداری ورکړی چې دغه وژنه به کړکیچ لازیات کړي.
د افغانستان ګاونډ پاکستان هم عکس العمل ښکاره کړی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې په یوه بیان کې په منځني ختیځ کې پروضعیت ژوره انديښنه ښکاره کړې اوهغه یې د سیمې او ثبات په وړاندې جدي ګواښ بللی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments