د فوټبال نړیوال جام په سیالیو کې کرواسي انګلستان ته ماتې ورکړه

comments 0

0 Views

هندوکش – روسیه: د فوټبال نړیوال جام سیالې چې روسیه کې په لاره اچول شوې دې تیره شپه کرواسي وتوانیده د ۲۰۱۸کال فوټبال نړیوال جام سیالۍ تر پای لوبې ورسېژي.
د دې سیالیو په لومړۍ نیمه پای لوبه کې فرانسې لوبډلې بلجیم ته ماتې ورکړه.
دې لوبه کې لومړی ګول انګلستان لوبډلې د لوبې په پنځمه دقیقه کې وکړ.
له لومړي وروسته انګلستان لوبډله له ډېرو هڅو سره سره بیا هم په کوم ګول بریالۍ نه شوه.
د کروشیا لوبډلې خپل لومړی ګول د لوبې په ۶۸مه دقیقه کې وکړ.
په دې ګول سره لوبه یو په یو مساوي شوه، چې د لوبې ټاکلی وخت پوره او د مساوات له امله اضافي وخت ته لاړه، چې په اضافي وخت کې د کروشیا لوبډله په ۱۰۹مه دقیقه کې په دویم ګول بریالۍ شوه او په همدې ترتیب یې لوبه دوه د یو مقابل کې وګټله او پای لوبې ته یې لار پیدا کړه.
له دې وړاندې په لومړۍ نیمه پای لوبه کې فرانسې بلجیم ته یو د صفر مقابل کې ماتې وکړې وه او پای لوبې ته یې لار موندلې.
د کروشیا او فرانسې ترمنځ پای لوبه به یکشنبه د مسکو په لوژنیکي لوبغالي کې ترسره شي، خو شنبه به انګلستان له بلجیم سره د دریم مقام ګټلو لپاره لوبه ترسره کړي.
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments