د فساد په تړاو ۲۲ کسان نیول شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: کورنیو چارو وزارت هغه ۲۲ کسان نیولي چې د پولیسو په یو قرارداد کې یې اختلاس او فساد کړی و.
کورنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې یو قراردادي شرکت د لس ولایتونو پولیسو ته غوښه برابروله چې د وزارت مالي او لوژستیکي ریاست ورسره په معامله کې قرارداد په سمه توګه نه عملي کو.
اعلامیه لیکي چې د دې فساد په تړاو د کورنیو چارو وزارت د مالي او لوژستیکي ریاستونو رییسان هم ممنوع الخروج اعلان شوي دي.
نیول شوي ۲۲ کسان څارنوالۍ ته معرفي شوي چې خپل سپناوی ورکړي.
د مالوماتو له مخې په دې قرارداد کې ۶۰۰ میلیونه افغانۍ فساد او اختلاس شوی دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments