د فراه که د ايران جګړه: بريالی وياړ

comments 0

0 Views

د روان ۲۰۱۸ کال د اپريل پر ۲۸ نېټه د ايران استخباراتو د هلمند لپاره د طالبانو والي ملامنان دغه هېواد ته ور وغوښت. هلته يې د فراه د سقوط  په باب دوه اړخيزې خبرې ورسره وکړې. ايران سپارښتنه ورته وکړه چې د فراه د اوبو تر مديريت کې د مخکې بايد دغه ولايت يا سقوط وکړي، يا يې امنيتي وضيعت بشپړ خراب شي.

ملامنان چې په جنوب کې د جګړې او تروريستي اعمالو په ترسره کولو کې ښه مهارت لري، له ايران سره دې نتيجې ته ورسېد چې له شاوخوا ولايتونو به د طالبانو يوه ستره ډله چمتو کړي، بيا به د مې پر ۱۵ نېټه د شپې پر ۱ بجه ځان د فراه مرکزي څنډو ته رسوي، بيا به شديده جګړه پيلوي.

ملامنان د دې تر څنګ چې يو غټ تروريست او د سلګونو افغانانو قاتل دی، د هېواد په کچه يو لوی قاچاقبر هم دی. هغه د ايران استخباراتو د خپل څو زره کيلوګرامه نشه يي توکو چې څه موده مخکې ايران نيولي وو، د خلاصون غوښتنه وکړه، او د دې تر څنګ يې ترې وغوښته چې خپل څو موټرونه چې په قاچاقي توکو يې سمبال کړي د ايران خاورې ته داخلوي، او څوک دې خنډ نه جوړېږي.

د دې په شمول پر نورو څو موضوعاتو هم خبرې وشوې چې بلاخره ملامنان او د ايران مسئولان توافق ته ورسېدل. ملامنان بيرته هلمند ته راستون شو. هلته يې خپل نيژدې قوماندانان، او جګړه مار را وغوښتل پر فراه د سترې حملې په اړه يې بحث ورسره وکړ. وروسته يې ۴۰۰ مجهز جګړه له هلمنده، ۱۵۰ له زابله، ۲۰۰ کسه له روزګانه، ۱۰۰ کسه له کندهاره، ۸۵ کسه له نيمروزه، او خپله د فراه د ټولو طالبانو په ګډون يې پر فراه د حملې پلان جوړ کړ.

کله چې دا پلان جوړ شو، بيرته ملامنان د روانې مې مياشتې پر ۹ ايران ته ولاړ، هلته يې د جګړې دا پلان له استخباراتو سره شريک  کړ. بيا يې د جګړې لپاره د شپې نښه ويشتونکې وسلې، او نورې مجهزې وسلې ترې وغوښتې. ايران د سلګونه ميله، درنو او سپکو وسلو تر څنګ ملامنان ته ۵ ميليونه امريکايي ډالر د تحفې په ډول ورکړل.

ملامنان له پيسو او وسلو سره افغانستان ته راغی. خپلې جګړې مارې ډلې يې چمتو کړې. د فراه غرونو ته يې ځانونه ورسول. دې جګړې ته يې دوه زره کسيزه په وسلو سمبال تروريستي ډله چمتو کړه. دوئ اول وار د فراه پر لويه لاره بريد وکړ. لاره يې قطعه کړه. بيا يې د ښار څنډو ته نيژدې پر کمربندي پوستو بريدونه وکړل.

دا جګړه له برايي شپې راهيسې تراوسه د ايران له لوري په دقيقه توګه څارل کېږي، ځکه طالبانو ژمنه ورکړې چې فراه به حتماً سقوطوي. وطنوال دې په دې پوه شي چې دا هسې عادي جګړه نه ده. تر ټولو بده دا چې په دې جنګ کې له طالبانو سره وږه پر وږه د ايران پاسدارن هم له افغان سرتېرو سره جنګېږي.

د مالومات له مخې تراوسه په دې جګړه کې د طالبانو د ډلګۍ مشرانو په ګډون ډېری اورپکي وژل شوي، او ډېری يې ژوبل شويدي. دوئ پر فراه له ۲۰ طرفونو جګړه پيل کړه چې په هر طرف کې يې په سلګونه تروريستان ځای پر ځای وو چې فقط د ګوتو په شمېر سرتېري ورسره په جګړه بوخت وو.

 

Share this page to Telegram

Comments