د فراه ښار او بدخشان وردج د طالبانو هدیره باندې بدل شوی//سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

طالبانو چې دوه ورځې وړاندې د فراه په مرکز برید کړی و او ځینې سیمې یې نیولې وې د افغان ځواکونو ځوابیه جګړه کې شاتګ ته اړ شوي او اوس د ښار څنډو کې جګړه دوام لري.
د فراه امنیه قومنداني وایي، اوس د دې ولایت مرکز ته نژدي سیمو کې د طالبانو پروړاندي د امنیتي ځواکونو ګډ چاڼیز عملیات دوام لري .
د امنیه قومندانی ویاند محب الله محب وايې طالبان په شاتمبول شوي او دوی هڅه کوي چې امنیتي کمربند رامنځته کړي.
طالبانو د پنجشنبې په شپه د فراه پر ښار د دریو لورو څخه برید وکړچې یوشمیر سیمې يې ترخپل کنټرول لاندي راوستي خو وروسته بیا بیرته دغه سیمې د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شوي.
نن شنبه دغه ولایت کې حالت عادي شوی ، ښار پرانستی دی او خلک په آرامه فضاکې خپل کاروبار ته دوام ورکوي .
طالبان یو ځل بیا داسې فکر کړی و چې دا ښار به ونیسي او تر خپل حاکمیت لاندې به یې راولي خو افغان ځواکونو دا ځل داسې سبق ورکړی چې بیا د دې ښار هیڅ برخې ته د سقوط خیال و نه کړي.
طالبانو پالیسي همدا ده چې یواځې ویره خپره کړي، ګډوډي رامنځ ته کړي، کنه دا ډله اوس ښه په دې پوهیږي چې هیڅ سیمه کې له یوې ورځې زیات وخت نه شي تیرولی.
افغان ځواکونو اوس تر بل هر وخت د سیمو د ساتنې او طالبانو د ځپلو وړتیا پيدا کړې او د فراه ښار له برید وروسته ځوابیه برید کې د فراه ښار د طالبانو په هدیره بدل شوی او هر ځای یې د مړو جسدونه پراته دي.
طالبان چې وارخطا شول، ځینې یې تښتیدلي، ځینې ووژل شل او ځینو یې اناردرې ولسوالۍ ته تيښته وکړه، اوس ادعا کي چې اناردرې ولسوالۍ یې سقوط کړی، خو هلته افغان ځواکونو د ملي اردو یو مرکز ته شاتګ کړی او د دې لپاره چې ملکي وګړي خوندي شي، جګړه یې نه ده کړې.
طالبانو ته اوس د افغان ځواکونو زور مالوم شوی، کله چې طالبان د فراه ښار ځینو سیمو ته دننه شول، د افغان ځواکونو له لوري محاصره شول، ځینو یې د خلکو کورونو کې ځای ونیو او ځینې مارکیټونو ته دننه شول، خو افغان ځواکونه وتوانیدل چې ځينې طالبان ونیسي او ځینې نور په جګړه کې ووژني.
له بلې خوا ملي دفاع وزارت وایي، بدخشان وردج ولسوالۍ یې له طالبانو نیولې ده، دا ولسوالي له تېرو پنځه کلونو راهیسې د طالبانو په واک کې وه.
دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د دې عملیاتو پرمهال یې سل طالبان وژلي چې مهم قومندانان هم پکې شامل دي.
د وردج د بیرته نیولو عملیاتو کې د بدخشان لپاره د طالبانو والي قاري فصیح الدین له سل نورو وسله والو سره وژل شوی چې بهرني ترهګر هم پکې شامل و. په دې عملیاتو کې یو شمېر طالبان ټپيآن دي او افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اووښتې.
بدخشان کې د افغان ځواکونو له سختو عملیاتو سره د طالبانو رهبري له منځه تللې او دې ډلې ته یې سخت ګوزار ورکړی دی.
دا ډله په دې خیال کې وه چې ځینې نورې ولسوالۍ به نیسي، خو افغان ځواکونو داسې ګوزار ورکړی چې کلونه به بیا ځای ته را نه شي.
د دې ډلې له وژل کیدو سره به اوس د بدخشان زیاتې سیمي امن شي او هغو سیمو کې چې طالبان فعالیت کوي، بیرته به د افغان ځواکونو لاس ته ورشي.
طالبان دې دا نه هیروي چې افغان ځواکونه ورسره له دې کبله ګوزاره کوي چې ګنې د سولې خبرې به پایله ورکړي او تیرایستل شوي افغان طالبان به ژوندي پاتې شي، که افغان ځواکونه وغواړي طالبان څو ورځو کې له منځه وړلی شي، خو دا چې طالبان د خلکو له کورونو د سنګر په توګه کار اخلي او د عام خلکو په جامه کې فعالیت کوي، ژوندي پاتې دي.

Share this page to Telegram

Comments