د فراه په انار درې کې طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

412 Views

هندوکش – فراه: د افغان امنیتي ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې د فراه په انار درې ولسوالۍ کې د طالب وسله والې ډلې 93 کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د فراه ځايي امنيتي مسولين وايي چې په دې عملیاتو کې ۵۷ طالب ترهګر وژل شوي او ۳۶ نور ټپيآن شوي دي.
طالب ترهګرو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د یادونې وړ ده چې تردې مخکې طالب وسله والې ډلې د یوه ساعت لپاره انار دره ولسوالۍ تر ولکې لاندې راوړې وه چې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ترې بیرته ونیول شوه.
دا په داسې حال کې ده چې افغان امنیتي ځواکونو تازه تازه ایران پلوو طالبانو پر وړاندې چاڼیز عملیاتو پیل کړي چې له امله یې د طالبانو تر ولکې لاندې دیری سیمې بیرته نیول شوي دي.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments