د فراه ولایت په قلعه کاه ولسوالۍ کې ۹ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتي

comments 0

2 Views

هندوکش – فراه: د ۲۰۷ ظفر قول اردو دوهمي پلي لوا د یوي خبر پاني په خپرولو سره وایي، د فراه قلعه کاه ولسوالۍ پشت کوه سېمه کې د غوڅ ملاتړ هوایي عملیاتو په پایله کې ۶ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي. دغه خبر پاڼه چې د چهار شنبې شپه خپره شوي پکې ویل شوي چې ددې هوایي عملیاتو په پایله کې د طالبانو د وسلو یو لویه زیرمه هم له منځه وړل شوي.
خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په یادو بریدونو کې افغان ځواکونو او ملکي کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments