د فراه ولایت اوسېدونکي وايي، افغانستان خپلواک او ازاد هېواد دي

comments 0

0 Views

هندوکش – فراه: دوی د افغان ملي او دفاعي ځواکونو څخه غواړي چې په راتلونکي کښې هم د افغانانو خپلواکۍ ساتلو لپاره ژمن اوسې، او همداسې د افغانستان د خپلواکۍ بیرغ رپانده وساتي. په همدې حال کې د فراه امنیتي چارواکي وايي، د هېواد خپلواکۍ ساتلو ته ژمن دي او د نمانځلو په موخه یي هم کلک امنیتي تدابیر نېولي دي.
که څه هم په کابل کې د داعش ترهګري ډلي لخوا د یوه واده په مراسمو کې پر بینګناه خلکو د برید او مرګ ژوبلي په ماتم دلته په فراه کې هم د خپلواکۍ د لمانځلو جشن وځنډول شو، خو د فراه ولایت سېمه ییز چارواکي اوسېدونکي ددې ورځي لمانځلو ته ژمن دي.
د فراه ولایت اوسېدونکي او مدني فعالان وایي، افغانستان خپلواک او ازاد هېواد دی، نو ځکه دوی هر کال د اسد پر ۲۸ د خپلواکۍ ورځ لمانځي. دوی د افغان ملي او دفاعي ځواکونو څخه غواړي چې په راتلونکي کښې هم د افغانانو خپلواکۍ ساتلو لپاره ژمن اوسې، او همداسې د افغانستان د خپلواکۍ بیرغ رپانده وساتي.
په فراه کې د پوهنتون یو تن استاد نقیب الله نیکمل وایي، هر کال د خپلواکۍ ورځي دنمانځلو تر ټولو لویي ګټي ددې چې له یوي خوا ټولو ته په ډاګه کیږي چې افغانستان خپلواک هېواد دی او بل خوا د هېواد اوسنې رهبران هم هېواد پالني او د افغانانو د دښمنانو پر وړاندې کلک درېځ ته هڅول کيږي.
په همدې حال کې د فراه ولایت امنیي قوماندانۍ ویاند محب الله محب وایي، د هېواد د خپلواکۍ لمانځلو په موخه یې کلک امنیتي تدابیر نېولي او ددې ورځي د لمانځلو لپاره هم ژمن دي. خو ښاغلۍ محب زیاتوي، د هېواد اتل بچيان امنیتي او دفاعي ځواکونه د هېواد د خپلواکۍ ساتلو ته پوره ژمن دي او د هېواد د دښمنانو په وړاندې هر ډول مقابلي ته تیار دي.
د فراه ولایت اوسېدونکي د خپلواکۍ ورځي د لمانځلو د ځنډولو په اړه کومه نېوکه نلري، او په کابل کې د واده پر مراسمو پر بی ګناه خلکو برید په کلکو ټکو غندې.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments