د فراه ولایت اوسیدونکي سوله غواړي

comments 0

42 Views

هندوکش ــ فراه: په فراه ولایت کې قومي مشرانو، دیني عالمانو، ځوانانو، میرمنو او د مدني بنسټونو استازو په یوه جوړه شوې غوڼډه کې په سولې ټینګار کړی او د اوربند غوښتنه یې کړې ده.
په یاده جوړه شوې غوڼده کې ګډونوالو له وسلوالو طالبانو څخه وغوشتل، چې له جګړې لاس واخلي، وسلې دې پرځمکه کیږدي او د سولې ملي پروسې سره دې یوځای شي.
بل لوري د یاد ولایت ځايی چارواکي وايي، ترهګر طالبان د سولې خبرو ته ژمن نه دي، ځکه هره ورځ دهېواد په ګوټ، ګوټ کې ملکي وګړي د ځای پرځای شوو ماینونو له امله شهیدانوي.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments