د فراه هندواڼې من په ۷ روپۍ مسول څوک دی؟ طالب که دولت؟: عرفان الله قلموال

comments 0

0 Views

په وروستیو ورځو کې په فراه کې د هندواڼو را ولويدلي بازار او ارزانۍ هر سړی په غصه کړی دی، ډير پر حکومت نیوکې کوي، ډير نور پر ولسمشر محمد اشرف غني ډول ډول ټورونه لګوي. نه دا نيوکې بيځايه دي او نه هم تر ډيره دا تورونه هم هغه څه چې ددې ارزانۍ او بې خوندۍ اصلي لامل دی هيڅوک ورته متوجې نه دي.

زه يي په لنډو کې مثال درکوم د طالب ترهګرو له لاسه د لویو لارو ناامني نه يوازې سوداګر په کړاو کړي دي بلکه کلیوالو او لرو پرتو سیمو ته چیرته کې کرکيله ده، ميوې،غلې او پالیزونه نه سوداګر تلی شي، نه هټۍ وال او نه د نورو سیموخلک نو کله چې ولس خريد ونکړي، سوداګر زړه ښه نکړي په کلیو کې کرل شوي کرنیز توکي خو ټول کلیوال نشي اخیستل.

ځينې نيوکې کوي چې باید سړې خونې وی، فابریکې وی او…. دا خبرې په خپل ځای ډيرې معقولې دي خو په هیواد کې روانه تپل شوې پردۍ جګړه کله موږ د سړو خونو جوړيدو او يا د فابریکې احداث پريږدي بلکه برعکس په تیرو کلونو کې زرګونو کيلومتره جوړ شوي سړکونه په وحشیانه بوشکه اي بمونو ويجاړ شول، په لارو کې هر طالب قومندان پاټکونه اچولي دي له موټرو په بیلابیلو نومونو پيسې اخلي.

طالب او روانې جګړې په ډيرو برخو کې زموږ عزت، شرف، تاریخ، غرور، هوساينه او بسانيه همداسې ليلام ته وړاندې کړې لکه د فراه هنډوانې او رومیان… که چیرته لږ نور هم عميق شئ پوی به شئ چې په دې وطن کې د روان ناورین تر شاه د ډيرو شریرو ګاونډيو خیر دی.

يو بل مثال به درکړم: په مبارکه روژه کې يو من پنجابۍ هندواڼه په دونيم سوه افغانۍ چې تقریبا پنځه سوه پاکستانۍ کلدارې کيږي پلورل کيده، ډيرو د مجبوریت او يا تلوسې له امله اخیسته خو نن چې د پنجاب ميوې وپلورل شوې زما را ورسيده بهر ته د تګ لارې طالب ناامنه کړي، په هیواد کې د ننه بازار نشته نو خود به من په اوو روپۍ کيږي.

منو چې حکومت ستونزې لري، منو چې حکومت د بازار موندنې په برخه کې اړین څه نه دي او منو چې د حکومت بې غوري په ډيرو برخو کې ستونزې لا ډيرې کړي دي خو باور وکړئ چې د هرې ستونزې تر شاه بیا هم ناامني لاس لري، بیا هم د طالب لاس دی… که چیرته په فراه کې امن وی، طالب د ایران لپاره جګړه نه کولای د هیواد له ګوټ ګوټ څخه به موټر ورتلی او هلته به يي جنتي ميوې اخیستې او په هیواد کې د ننه به يي بازار ته وړاندې کولې.

زموږ هیواد له کرنیزه پلوه دومره هم نه دی خودکفا شوی چې افغانان دې ماړه وي او هندواڼې دې بهر ته صادرې شي بلکه برعکس په هیواد کې د ننه دومره اړتیا شته چې د فراه هندواڼې ، مزار او کندز خټکي، د ننګرهار تازه ميوې او د لغمان سبزیانې مصرف کړو.

که موږ د وطنپالو په توګه پر حکومت د بې کفايتۍ ټاپې لګوو، پر خلکو غږ کوو چې د فراهي بزګر په خاطر هره شپه کور ته يوه دانه هندواڼه يوسئ راځئ پر پردي پالي طالب هم غږ وکړو چې صاحبه زما د وطن له بربادۍ لاس واخله له ولس سره له پټې او ښکاره دښمنۍ تیر شه او د حلال کښت کرونکی بزګر مه اړباسه چې ستا په خوښه کوکنار وکري.

طالب که په فراه کې هندواڼې لیلام ته وړاندې کړي په کندهار کې يي ژوند لیلام کړی، په بلخ او بدخشان کې يي زموږ معادن ليلام کړي، په کونړ کې ځنګلونه لوټي، په کابل اوهرات کې بیا ښاري سکون له منځه وړي، په لویو لارو کې بیا د مسافرو خوب حرام دی چې د لارې پر سر هسې هم سړی ولاړ وي چې تر څو موټر ور رسیږي د مسافرو زړه له پښو کښټه تير وي، طالب په سرحدي سیمو کې زموږ خاوره داسې لیلام کړې چې پنجاب سلګونه کيلومتره مخکې راغلئ، پر سرحدي سیمو هره شپه راکټونه لګيږي.

که فکر کوئ ددې ټولو بدبختیو لامل حکومت او د حل لارو يوازنی مسول بیا هم حکومت دی سهوه کوئ ځکه چې حکومت ددې دومره هڅو له کولو سره سره بیا هم طالب او ناامنۍ چلنج کړی دی، زموږ د يوې شپې د جګړې مصارف د فراه د ټولو هندواڼو بیه ده، زموږ د يوې شپې هوايي الوتنو او بریدونو لګښت اروپا ته د ټولې فراه د هندواڼو کرايه ده خو متاسفانه چې پردۍ تپل شوې جګړې په اقتصادي، سیاسي، کلتوري او اجتماعي برخه کې سخت اغیزمن کړي يو.

زموږ مسولیتونه:

۱ـ طالب اړباسئ چې له عادي افغان سره له پټې دښمنۍ تیر شي، د فراه د بزګر د هندواڼو د خرڅلاو مسولیت د حکومت هم دی، د ملت هم دی او د طالب هم دی.

۲ـ ولس دې د خپل هیواد په خاطر هندواڼې او وطني ميوې خامخا په خپله مينو کې ور ډيرې کړي، چې کله هم ميوه اخلئ پوښتنه باید وکړئ چې د کوم ځای ده که پوی شئ چې پنجابی ده بیخي يي مه اخلئ او که پوی شئ چې د وطن میوه ده که ډيره نه وه لږ خو واخلئ… ځکه دا به موږ ستر اقتصادي جهاد کړی وي او شریرو ګاونډيوته به مو غاښ ماتونکی ځواب ورکړی وي.

۳ـ حکومت: کله چې داسې حساس حالت راځي حکومت باید ډير تمرکز پر داسې سیمو وکړي چې زیان ويني په فراه کې د هندواڼې د لیږد او مصرف لپاره له هرې شونې لارې باید کار واخلي، د الکوزي په شان سترې کمپنۍ باید اړ ويستل شي چې د ژر خرابیدونکو ميوو د جوس د جوړولو لپاره لاس په کار شي او له دې لارې د هیواد کرنيز توکي له ضايع کیدو وژغورل شي.

۴ـ سوداګر او له دوی د ملاتړ ادارې: دوی باید په نړۍ واله کچه افغاني میوو ته بازار موندنه وکړي، په عربي نړۍ کې نن سبا یوه کيلو هندواڼه په دوه ریاله ده چې تقریبا شپيته افغانۍ کیږي که همدا افغاني هندواڼې د ځمکې او هوا له لارې بهر ته یو وړل شي نه يوازې سوداګر به ډيره ګټه وکړي بلکه په نړۍ کې به زموږ ميوې نور هم ډير ښه نوم پيدا کړي.

او په پای کې تر هغه چې پر دې وطن زړه سوي ته له حکومتي هندارې ګورو دا وطن نه جوړيږي ځکه وطن د حکومت نه بلکه د ملت دی او حکومت يي د ژوند چارو د مديریت لپاره مسولیت لري، موږ يو چې د طالب د وحشت مخه نیولی شو، موږ يو چې د ایران او پاکستان د اقتصادي، سياسي، مافيايي، مذهبي، او نژادي وحشت مخنیوی کړای شو.

Share this page to Telegram

Comments