د فراه اوسېدونکي ، وسله وال طالبان د ملکې کسانو ژوند ته ارزښت نه ورکوي

comments 0

0 Views

هندوکش – فراه: ددوی په وینا وسله وال طالبان د جګړې پر مهال د ښځو او ماشومانو څخه د سپر په توګه استفاده کوي، او وروسته بیا د بې ځایه تبلیغاتو په لار اچولو د مرګ ژوبلي پړه یې پر افغان او ناټو ځواکونو اچوي. ددوی په وینا هره ورځ په هېواد کې یو زیات شمېر بی ګناه کسان د وسله والو طالبانو د ماینونو په چاودنو او پر عامه تاسېساتو د بریدونو په پایله کې وژل کیږي. په همدې حال کې سېمه ایز او اړونده امنیتي چارواکي وایي، طالبان هره ورځ د خلکو په کورونو کې ځاي نیسي او بیا په افغان ځواکونو برید کوي، او ډیرۍ وخت ددې لپاره چې ملکي خلکو ته زیان ونه رسیږي، افغان دفاعي ځواکونه د خلکو په کورونو کې ځای پر ځای شوي طالبانو باندې برید نسې کولای.
د عامو خلکو په وینا وسله وال طالبان خپلو موخو ته د رسېدو لپاره په هېچا باندې رحم نکوي، او آن د خپل سپر په توګه یې کاروي.
د فراه ولایتي شورا استازۍ دادالله قانع د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کوي چې جګړه ایز قوانین مراعت کړي او ملکي کسان په نښه نکړي، د نوموړي په وینا وسله وال طالبان د جګړې پر مهال د ښځو او ماشومانو څخه د سپر په توګه استفاده کوي، او وروسته بیا د بې ځایه تبلیغاتو په لار اچولو د مرګ ژوبلي پړه یې پر افغان او ناټو ځواکونو اچوي. ددوی په وینا هره ورځ په هېواد کې یو زیات شمېر بی ګناه کسان د وسله والو طالبانو د ماینونو په چاودنو او پر عامه تاسېساتو د بریدونو په پایله کې وژل کیږي.
په همدې حال کې د فراه والي محمد شعیب ثابت وایي، افغان ملي او دفاعي ځواکونو یواځي د ولس او بی ګناه خلکو د ژوند خوندیتوب لپاره جګړه کوي، خو په وینا یې وسله والو طالبانو د ماینونو په ښخولو او ‍ پر عامه تاسېساتو بریدونو د ملکي کسانو ژوند ته ارزښت نه ورکوي، او تل د بي کناه کسانو د مرګ ژوبلي لامل خپله ګرځي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments