د فراه اوسیدونکو د سولې او اوربند غوښتنه کړې

comments 0

27 Views

هندوکش ـ فراه: د فراه ولایت اوسیدونکي له طالبانو غواړي ، چې د روژې مبارکې میاشتې په رارسیدو سره دې تاوتریخوالی ته د پای ټکی کیږدي، سوله او اوربند دې وکړي.
د فراه ولایت اوسیدونکي وایي، له یوې خوا په هېواد کې جګړه او له بلې خوا د کرونا ناروغۍ د میلونونو افغانانو ژوند ګواښي، دوی د جګړې په ښکیلو اړخونو په ځانګړي ډول له طالبانو غواړي، چې د جګړې له لارې نه شئ کولای، چې خپلو اهدافو ته ورسیږئ، د خپلو اهدافو د رسیدو په خاطر سوله وکړئ او له افغان حکومت سره مخامخ خبرو لپاره چمتو والی ونیسئ.
امیرحسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments