د فرانسې کاله بندر کې افغان او افریقایي مهاجرو ترمنځ شخړه شوې ده

comments 0

0 Views

هندوکش – فرانسه: د فرانسوي رسنیو معلوماتو پر بنسټ د کاله بندر ته څیرمه افغان او افریقایي مهاجرو ترمنځ اخ او ډب شوې چې له امله یې تر شلو زیات کسان ټپیان شوي دي.
مهاجرینو تر منځ دغه شخړه څو ساعته دوام درلوده چې وروسته اخ او ډب ته تبدیل شو.
ویل کیږي شخره شاوخوا ۲۰۰ افغان او افریقایي مهاجرو ترمنځ رامنځټه شوې چې پولیسو پنځه تنه شکمن کسان نیولي هم دي.
رسنې وایي چې د یوه خیریه سازمان له لوري د وړیا ډوډۍ د ویشلو پر مهال یو نشه مهاجر د شخړې د رامنځ ته کیدو سبب ګرځیدلې دی.
دغه کمپ چې د «ځنګله کمپ» په نامه هم شهرت لري په زرونو پناه غوښتونکي په دغه هیواد کې د مهاجرو بیلا بیلو کمپونو ته انتقال شوي وو.
د جولای میاشتې په پای کې د فرانسې یوې محکمې د لیلي ښار د محکمې هغه حکم تائید کړ چې اړونده ادارې په کاله کې د مهاجرو له پاره د اوبو رسولو او طبي خدماتو د برابرولو له پاره مکلفوي.
وحید امان

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *