د فاټا په اړه ارګ غبرګون وښود

comments 0

4 Views


هندوکش – کابل: افغان حکومت له خیبر پښتونخوا سره د قبایلي سیمو د یو ځای کېدو پر وړاندې توند غبرګون ښوولی دی.
حکومت د ډیورنډ کرښې په اوږدو او په ځانګړي ډول په قبایلي سیمو کې د پاکستان د پوځي مداخلو او هلته د مېشتو قبایلو د سیاسي وضعیت د بدلېدو په موخه د پاکستان د یو اړخیزو اقداماتو په اړه تل خپلې اندېښنې له ډیپلوماتیکو لارو له پاکستان او نړیوالې ټولنې سره شریکې کړې دي.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو سیمو کې د دواړو لوریو له مشورې پرته سیاسي او نظامي اقدامات، د بریتانوي هند او افغانستان ترمنځ په (۱۹۲۱) میلادي کال کې د شویو هوکړو خلاف عمل دی.
اعلامیه کې ویل شوي، د پاکستان پارلمان په داسې شرایطو کې خیبر پښتونخوا ایالت سره د قبایلي سیمو د یو ځای کېدو پرېکړه کړې، چې پر دغه سیمو پوځي وضعیت حاکم دی.
حکومت ویلي، د قبایلو سیمو په اړه هره پرېکړه باید په آرام وضعیت کې د ځايي خلکو د ولسي اجماع په رڼا کې وشي، تر څو د هغوی د ارادې استازیتوب وکولای شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments