د فاریاب چارواکي: دوه بریدګر هدف ته تر رسیدو مخکې ووژل شول

comments 0

4 Views

هندوکش ــ فاریاب: د فاریاب سیمه ییز چارواکي وایي، یو بهرنی وګړی د چاودېدونکو موادو ډک یوه ټانک سره هدف ته تر رسېدو دمخه ووژل شو.
د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وویل، وسله والو طالبانو تېره شپه غوښتل دغه ټانک د فاریاب په المار ولسوالۍ کې وچوي.
ښاغلی یورش زیاتوي: “له نېکه مرغه زموږ امنیتي ځواکونو د دې ټانک په اړه معلومات درلودل او هدف ته تر رسېدو دمخه یې دوه تنه برید کوونکي چې په دې ټانک کې وو ووژل. یو برید کوونکی عبدالعزیز نومېده چې په عرب مشهور او بهرنی وګړی وو. دغه ټانک هم چې د چاودېدونکو موادو ډک وو نن سهار په المار ولسوالۍ کې د ملي اردو د انجنیرۍ ټیم په مرسته وچول شو.”
د فاریاب امنیتي چارواکي وایي، په دې چاودنه کې ملکي وګړو ته زیان نه دی رسیدلی، خو شااوخوا سیمو کې یې مالي زیان شته.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments