د فاریاب ولایت اندخوۍ ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نوم مرستیال ولسوال ونیول شو

comments 0

2125 Views

هندوکش ـ فاریاب: د فاریاب ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې افغان امنیتي ځواکونو تیره ورځ د فاریاب ولایت په اندخوۍ ولسوالۍ کې تصفیوي عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې د یادې ولسوالۍ لپاره د طالب وسلوالو له لوري تش په نوم ټاکل شوی مرستیال ولسوال نیولی دی.
چارواکي وایي، چې نیول شوي وسلوال په یاده ولسوالۍ کې د دولت پرضد کړنې ترسره کولې او د سیمو له خلکو څخه به یې د عشر او ذکات په نوم باج اخیسته.
وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments