د فاحشه خانو له وطن ځانمرګي کابل ته راځي / سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

د پاکستان ملایانو او مدرسو تېر دیرش کاله د افغانستان د جګړې لپاره افغانان وروزل او په یو او بل نوم باندې یې افغانستان کې یا قربانی کړل او یا یې پرې نور قرباني کړل.
پاکستان کې افغان کډوال د اسلام اباد د پوځ لپاره فرصت برابر کړی چې هر ډول ناسمه ګټه ترې واخلي او خپلو ګټو لپاره یې په ناروا جګړه کې له خپلو مسلمان ورونو سره وجنګوي.
تازه راپورونه وایي، یواځې د لاهور ښار کې نږدې پنځه زره فاحشه خانې شته چې د پاکستان حکومت ته رسمی مالیه ورکوي او جواز یې ترلاسه کړی دی.
یو هېواد چې ځانته اسلامي وایي، او د نورو اسلامې هېوادونو لپاره د جهاد په نوم ترهګرې ډلې روزي، دومره فاحشه خاني یې په یو ښار کې سړی حیرانوي.
خو د پاکستان علما او د دیني مدرسو زده کوونکي بیا په دې کار ړانده دي او نه ګوري چې په خپل هېواد کې یې څه روان دي، نه ګوري چې سیمناګانو کې یې سکس فلمونه چلیږي، لویو ښارونو کې یې فاحشو جوازونه ترلاسه کړي او په ښکاره ادرسونو کې ښځې چلیږي، خو دا چې د پاکستان دیني علما سیاسي دي او د پوځ او استخباراتو له انحصار نه شي وتلی، په دې تړاو چوپه خوله دي.
له دې فاحشه خانو سره سره د پاکستان په مدرسو کې د افغانستان او ځانګړي ډول کابل په تړاو تبلیغ کیږي چې کابل کې شراب دي او فاحشه خاني دي، خو تراوسه هیڅ نه ده ثابته شوې چې د کابل ښار کوم ځای کې دې داسې ښکاره ځایونه فاحشه خانې وي چې پولیس دې پرې خبر وي او دوی فعالیت وکړي،.
دافغانستان اساسي قانون چې په اسلامي ارزښتونو او حکمونو ولاړ دی هیڅ ډول ناروا اعمالو ته پکې ځای نشته، نو په دې اساس نه کابل کې څوک فاحشه خانو ته اجازه ورکوي او نه تراوسه ورکول شوې ده.
خو دا زموږ بدبختي ده چې افغان کډوال د پآکستان په بیلابیلو ایالتونو کې دیني مدرسو کې زده کړي کوي او یا له افغانستان څخه ورځي چې هلته دیني زده کړې وکړي، د دوی فکرونه خام دي، د وضعیت په تړاو مطالعه نه لري، له اسلام او نورو اصولو نه دی خبر، نو په اسانۍ سره د ای ایس ای علما کولی شي دا خلک تېر باسي .
افغانستان ته اکثره ځانمرګي او سخت دریځي همداسې روزل کیږي چې د کابل په تړاو ناسم تصویر ورکوي، عکسونه ورته فوټو شاپ کوي، ویډیوګانې ورته جوړوي او بیا ورته د جهاد ترغیب ورکوي او دا کم عمره ځوانان چې خام فکرونه لري چمتو کیږي چې هر ډول قربانی ورکړي، دا قرباني د جهاد په نوم ده، خو خبر نه دی چې سیاسي اړخ لري او د جهاد او ثواب لپاره پکې هیڅ هم نشته،.
پاکستان استخباراتي اداره په دې کار کې بریالۍ ښکاري چې څنګه افغان ځوانان چې پآکستان کې ژوند کوي د افغانستان د جګړې لپاره استخدام کړی، اس ایس ای دا کار مستقیم نه کوي، بلکې دیني علما یې اخیستي او د هغوی په وسیله باندې ځوانان هڅوي چې افغانستان کې د پرمختګونو مخه ونیسي او جګړه دوام پيدا کړي.
انشاءالله داسې ورځ راتلونکې ده چې افغانان به نور له دې بدبختیو خلاصیږي او بیا به د پاکستان استخباراتي اداره نه شي توانیدلی چې ځوانان په بیلابیلو کاذبو تبلیغاتو جذب کړي او خپل وطن پرې وران او افغانان پرې ووژني.
هغه هېواد چې زنا، شراب او لواطت په کې رسمي جواز لري، بیا څنګه کولی شي د نورو هېوادونو د جهاد په تړاو فتوا ورکړي او خلک وهڅوي چې جګړه وکړي، که جهاد روا وي، لومړی په اسلام اباد او لاهور کې روا دی چې فاحشه خانو له درکه پکې مالیه اخیستل کیږي او د پاکستان د عوایدو یوه برخه له زناګانو څخه ده. ‍

Share this page to Telegram

Comments