د غیرې اخلاقي تصویرونو مخه نیول کیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري په جلال اباد ښار کې د غېر اخلاقي فلمونو ، ناسمو تصويرونو او د لوحو اصلاح کمپاين ترسره شو.
د ننګرهار مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې د دوشنبې په ورځ د اطلاعاتو او کلتور رياست په مشرۍ ټاکل شوي کميسون په جلال اباد ښار کې د يو شمير مارکيټونو او هټيو کې دلوحو داصلاح ، دغېر اخلاقي فلمونو او افغاني کلتور خلاف عکسونو لرې کولو کمپاين ترسره کړ .
دټاکل شوي کميسون مشر محمدشاه مجروح وويل: له دغه کمپاين يې موخه دغېرې اخلاقي فلمونو، افغاني کلتور خلاف عکسونو او سوداګريزو ځايونو د ناسمو لوحو جوړول دي .
نوموړي زياته کړه روان کمپاين به تر هغه دوام وکړي څو په ياده برخه کې بشپړ اصلاحات راشي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *