د غور ولایت د روغتون ډاکټرانو د سولې له ملي پروسې ملاتړ کړی دی

comments 0

6 Views

هندوکش ــ غور: د غور ولایت د سیمه ییز روغتون ډاکټرانو په هېواد کې د سولې ملي پروسې ملاتړ کړی او د سولې او اوربند غوښتنه یې کړې ده.
دوی وایي، په هېواد کې دې د جګړې ښکیل اړخونه په ځانګړي ډول وسلوال طالبان تاوتریخوالی پای ته ورسوي او د سولې په تړوا رامنځته شوي فرصت څخه دې ګټه پورته کړي، ترڅو د یوې تل پاتې او دایمي سولې خاوندان شو.
یاد ډاکټران وایي، دروغتیا په برخه کې ډیری هېوادوال د امنیتي ګواښونو له امله روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او له ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
د یادونې وړ ده، چې دهېواد په ډیری ولایتونو کې د سولې په ملاتړغونډې ترسره شوي او د بین الافغاني مذاکراتو د پیل غوښتنه کوي.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments