د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د طالبانو چریکي قوماندان وژل شوې دې

comments 0

0 Views

هندوکش – غزني: چارواکي وايي، په غزني کې د طالبانو د یو ځایي قوماندان په شمول شپږ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، قاري بشیر چې په قره‌باغ ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو د چریکي بریدونو مسؤل و، د پولیسو په یو کمین کې د پنځو نورو وسله‌والو سره وژل شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي، په‌دې کمین کې د طالبانو یو موټر او دوه میله وسله هم له‌منځه تللې ده.
وسله‌والو طالبانو تر اوسه په‌دې اړه تبصره نه‌ده کړې.
قره‌باغ د غزني یوه له ناامنو ولسوالیو څخه ده.
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments