د غزني په جګړه کې د پاکستان د ښکیلتيا په اړه کره اسناد تر لاسه شوي

comments 0

0 Views

هندوکش ـ کابل: په کابل کې يوې مهمې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط هندوکش خبري آژانس ته وويل چې په غزني کې د روانې اونۍ د خونړۍ نښتې په تړاو دوی داسې اسناد تر لاسه کړي دي چې د طالبانو تر څنګ سلګونوپاکستانيانو چې د لشکر طيبه اړوند وو په دې نښته کې لاس لاره.

سرچينې وویل:« کره اسناد، ددوی د اجسادو، شناختي کارتونو، خاورو ته د سپارل کيدو ځايونو او ځينې نورو موارد په تړاو مو داسې اسناد تر لاسه کړي چې تر تدقیق او څيړڼې وروسته به رسنیو ته په واک کې ورکول شي، سلګونو پاکستانيان چې د لشکر طيبه غړي دي او په پاکستان کې د آی اس آی له لوري ورته ځانګړې پوځي روزنې ورکول شوې وې په دې نښته کې ښکيل وو د دوی د ډيرو مړي د کوټې ژوب، شمالي وزیرستان او ورسک ته وړل شوي دي، ټپيان يي په شمالي وزیرستان کې تر درملنې لاندې دي.»

د سرچينې په خبره:« د لشکر طيبه ډلې مشري چې نوي کسان پکې وو او مشخصې دندې يي لرلې مشري يي د خالد احمد په نوم يو کس چې د پاکستان د ايبټ آباد سيمې اوسیدونکی دی کوله، همداسې  د زبیر بن عوام له جبهې هم دې  جګړې ته د خيبرپښتونخوا، ګوجرانواله او پنجاب ځينې جنګیالي راوستل شوي وو،بله جبهه هم د مقاتل عمر بن خطاب وه چې ۷۷ کسان پکې وو چې دوی د کندهار، خټکو او زرمت سیمې وسله وال هم مدیریت کول»

نوموړي وویل:« د غزني په ناامنه ولسوالۍ ناوه کې هم په يو مشخص ځای کې  د دوی ډير ټپيان چې حالت يي خراب وو او د لارو د بندوالي له امله يي پر غرنیو لارو لیږد سخت وو د پاکستاني ډاکټرانو تر درملنې لاندې دي، په دې سیمه کې د پاکستان د پوځ ډاکټران چې تورې خولۍ يي پر سر وې د طالبانو يو ګروپ سيمې ته پر موټرسايکلونو راوړي دي.»

د نوموړي په خبره د زابل له لارې د کوټې ژوب ته تر ټولو ډير ټپيان وړل شوي دي او دوی په دې تړاو کره اسناد، ويديوګانې او انځورونه هم تر لاسه کړي دي.

د سرچينې په خبره:« دا کسان د ځانګړو ځواکونوپه شان د پاکستان په تر ټولو مهمو پوځي مرکزونو کې روزل شوي وو او د جګړې ډير مهارتونه يي زده وو، ددوی ډيری وسله وال کسان په کشمير کې د هند پر ضد کارول کيږي او دا لومړی ځل وو چې پاکستان ياد وسله وال چې د لشکر طيبې اړوند وو په غزني کې هم وکارول.»

ددې امنيتي سرچينې په خبره په دې تړاو ددوی هر اړخیزې څيړنې تقريبا بشپړيدونکې دي او په غزني کې پر څو هغو ځايونو چې هوايي بريدونه شوي وو جسدونه او اسناد يي ټول را ويستل شوي دي او ډيرژر به ياد اسناد د يومعلوماتي پکيج په بڼه د رسنیو او ولس په واک کې ورکړي.

بلخوا په ټولنیزوپاڼو کې د پاکستانيانو د وژل کيدو تر افشا وروسته پاکستاني سياستوالو آفرآسياب خټک او بشراګوهر هم په دې اړه لیکنې کړې وې، د خيبرپښتونخوا پخواني اعلی وزیر مياافتخار حیسن هم نن لیکلي  دي چې که پاکستان رښتيا غل نه وي او لشکر طيبه پکې ښکيله نه وه ددې نشر شویو اسنادو په تړاو خو دې لږ ترلږه يو وړوکی حقيقت روښانه کړي.

بلخوا د غزني خلک هم وايي چې يو شمېر مخ پټو طالبانو به چې خبرې به يي نه کولې په اشارو نور طالبان رهبري کول او د بزازۍ په سیمه کې لیلامي جامو ته اور هم هغو مخ پټو کسانو ورته کړ چې مخونه يي نه لیدل کیدل او خلک وروسته تر هغه وډار شول او ویره خوره شوه چې د نيږدې دوه سوه ليلامي پلورنځیو لوګي آسمان ته پورته شول.

د دوی په خبره:« مخ پټي کسان به تر ډيره هغو کورونو ته پورته کيدل چې شخصي وو، تر لاس لاندې کسانو ته به يي امر کاوو چې اور اخيستونکې سيمې په راکټ و ولي چې پيل يي د ګازو له يوې وړې کارخانې او د تيلو له يو ستر پمپ څخه وشو څو حالت داسې وښيي چې په غزني کې ډيرې سيمې د سوځيدو په حال کې دي او همداسې هم وشول.

ياده دې وي چې په غزني کې د طالبانو په درې ورځني بريد کې د امنيتي ځواکونو تر څنګ تر پنځه سوه ډیر طالبان وژل شوي چې رسنیو او د ټولنیزو پاڼو کارونکو د ۱۶۵ پاکستانيانو وژل کيدل هم تاييد کړي دي.

سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل

Share this page to Telegram

Comments